تازه خبرونه
د افغانستان بانک پر کارمندانو او پخواني خبریال د ماین چاودنه د غندلو ده- اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې پر سهار د کابل د مکروریان په اړوند سیمه کې د مرکزي بانک پر کارمندانو او پخواني خبریال یما سیاوش د ماین چاودنه غندلې ده.
ولسمشرۍ څرګنده کړې؛ نن سهار په کابل ښار کې د افغانستان بانک د کارکوونکیو پر موترنښلیدونکي ماین چاودنه وکړه، چې په کې د افغانستان بانک د مشر اوسنی دستیار او پخوانی وتلی خبریال یما سیاوش، د افغانستان بانک د ریاست دفتر مرستیال احمدالله انس او د دوی موتر چلوونکی محمد امین ووژل شول.
ولسمشر غني دغه برید سخت غندلی؛ اړوند ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې هر اړخیزه څېړنه یې وکړي، عاملین یې پیدا او په سزا ورسوي.
افغان ولسمشر د یما سیاوش او نورو شهیدانو کورنیو ته د خپل تسلیت او ژورې خواخوږۍ مراتب هم وړاندې کړې دي.
سیاوش د طلوع نیوز یو مشهور تلویزیوني خبریال و.
د سیاوش د کورنۍ غړیو ویلي، چې تېر کال یې په هندوستان کې د ماسترۍ زدکړې تر سره کړې او بیا یې په د افغانستان بانک کې دنده تر لاسه کړه.
د هغه د خپلوانو د څرګندونو له مخې، د هغه جنازه به د شنبې پر ورځ په کابل کې ترسره او په بي بي مهرو غونډۍ کې به خاورو ته وسپارل شي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې پر یما سیاوش برید د پوهې او بیان له آزادۍ سره ښکاره دښمني ده.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.
په کابل کې د فرانسې سفارت هم دغه پېښه په کلکه غندلې او په یوه تویت کې یې د سیاوش وژنه یوه ضایعه بولي او څرګندوي، چې نوموړی یوه پېژندل شوې څېره وه او دا دې هېواد ته یو بل زیان شو.
د یاد سفارت د څرګندونو له مخې؛ دا هیڅ د زغم نده، چې یو زړور ځوان د روان تاوتریخوالي قرباني شي. هغه ځوان، چې د یوه متحرک خبریال په توګه یې د آزاد او دیموکراتیک افغانستان لپاره نه یوازې مبارزه کوله، بلکې د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو خوندي کول یې هم د کار یوه برخه وه.
دغه راز په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو اترو د ډلې غړي خالد نور تویت کړی: په کابل کې د نننۍ پېښې په اوریدو خواشیني شوم او مونږ یو بل ځوان استعداد نومیالی خبریال یما سیاوش له لاسه ورکړ. مونږ خپل خلک په ځانمرګي بریدونو، وژنو، بمي چاودنو او نورو کې له لاسه ورکوو. دا باید ودروو! زموږ خلک د سولې مستحق دي.
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي طاهر قادري تویت کړی، چې هغه له سیاوش سره په دیلي کې هغه مهال ولیدل، چې په دې وروستیو کې یې خپله ماستری پای ته ورسوله.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه ماته د راتلونکي لپاره د خپلو پلانونو په اړه ویلي: د وړتیا سند راکړ شو؛ خو نه پوهیږم، چې دا بې احساسه د ورور وژنې جګړه به کله پای ته رسیږي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت چارسمبالې راس ویلسن د شنبې پر ورځ ویلي، چې هغه د طلوع نیوز د پخواني خبریال یما سیاوش او د نورو همکارانو پر وژلو حیرانتیا ښودلې او وایي، چې مونږ د دغه تاوتریخوالي او بریدونو د درولو غوښتنه کوو؛ افغانان سولې ته اړتیا لري.
