تازه خبرونه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بهرنیانو ته امنیتي ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیاء تکل د چین په ګډون د نورو هېوادونو وګړي باید له وېرې پرته په افغانستان کې خپل کارونه او رغنده هڅې روانې وساتي.

په کابل کې پر چینايي وګړیو د دوشنبې ورځې له ترهګریز برید وروسته، د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي، چې په افغانستان کې د چينایي وګړیو امنيت ټینګ او د وروستي بريد عاملين عدالت ته راکاږي.

په کابل کې پر چینایي وګړیو د داعش ډلې د وسلوالو له برید یوه ورځ وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو چینایي وګړیو غوښتي، چې له افغانستان څخه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې د ورځې د برید په اړه، چې داعش یې مسوولیت پر غاړه اخیستی، اندېښنه ښودلې او د افغانستان له واکمنو چارواکو یې غوښتي، چې د چینایي وګړیو او دیپلوماتانو د حضور په صورت کې دې د دوی امنیت ټینګ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وایي: مونږ له هر ډول ترهګرۍ سره په کلکه مخالف یوو. پر چینایي وګړیو برید غندو او غواړو، چې عاملین یې محاکمه شي. مونږ په افغانستان کې امنیتي وضعیت او د حکومت د چارواکو هڅې له نږدې څارو او له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره یې له مبارزې او له ملي امنیت او ثباته یې له دفاع ملاتړ کوو. مونږ له لنډمهالي حکومت څخه غواړو، چې په افغانستان کې د چینایي وګړیو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره قوي او پرېکنده هڅې وکړي.

امریکا هم د دوشنبې ورځې برید غندلی او پر واکمنو چارواکو یې غږ کړی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ند پرایس وایي: مونږ د افغانستان له واکمنو چارواکو غواړو، چې له نړیوالې ټولنې او په ځینو مواردو کې له امریکا سره شوې ژمنې، چې په دوه اړخیزه توګه رامنځته شوي؛ پلې او پوره کړي. له دغو ژمنو یوه هم د خوندي او له وېرې پرته شرایطو برابرول دي. له همدې کبله مونږ به د وضعیت څارلو ته دوام ورکړو او د افغانستان د خلکو تر څنګ به ولاړ یوو.

ملګرو ملتونو او پاکستان هم په افغانستان کې پر چینایي وګړیو برید په کلکه غندلی دی.

د دوشنبې ورځې برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ادعا کړې، چې د برید هدف د چین کمونست وګړي او د طالبانو عناصر ول. له دې دوه اوونۍ مخکې هم د پاکستان سفارت د داعش له لوري په نښه شوی و، چې د پاکستان د سفارت چارسمبالی ترې خوندې پاتې شوی، خو د سفارت یو ساتونکی یې سخت ټپي کړ.

Trending

Exit mobile version