تازه خبرونه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي او پر کلکو ټکو یې غندلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو او تأسیساتو د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج لیک ورته وسپاره.
د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي او پر کلکو ټکو یې غندلي دي.
اسلامي امارت یو ځل بیا هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې پلان دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې د دا ډول بېبنسټه ادعاوو وړاندې کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول؛ د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.
اسلامي امارت له پاکستان څخه غوښتي، چې د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو او د خپلو داخلي ستونزې له بهرني اړخ سره پر تړلو د تمرکز پر ځای، د دغو ستونزو د واقعي لاملونو او خپلو مسوولیتونو پر موندلو او حلولو راوڅرخیږي.