سوداگري
د افغانستان بهرنۍ سوداګري منظمه روانه ده
د مالیې وزارت د اسرائیل او ایران د جګړې پر درېیمه ورځ اعلان وکړ، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ګمرکي اړیکې پرته له کومې ستونزې روانې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې له وروستیو سیمهییزو شخړو سره – سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري له ستونزې پرته منظمه روانه ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کورني بازار کې له ګاونډ هېوادونو او سیمې سره د توکو واردات، ټرانزیټ او عرضه عادي ده او د اساسي توکو په بیو کې هیڅ غیر معمولي بدلون ندی ثبت شوی.
وزارت د کموالي یا بې ثباتۍ په اړه د رسنیو راپورونه بې اساسه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې له مرکزي آسیا څخه د وارداتو لارې پیاوړې شوې دي. همدارنګه، د احتکار او ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.
د مالیې وزارت د اسرائیل او ایران د جګړې پر درېیمه ورځ اعلان وکړ، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ګمرکي اړیکې پرته له کومې ستونزې روانې دي.
دې وزارت دا هم ویلي، چې په سرحدونو کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو پروسه روانه ده.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لارې او سرحدونه فعال او پرانیستي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي لار، د نیمروز لار او د ایران د صامت لار د شنبې پر ورځ په ایران کې د مراسمو له کبله تړل شوې وه؛ خو یوه ورځ وروسته بېرته پرانیستل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران په بندر عباس کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو بهیر هم نورمال او پرته له کومې ستونزې روان دی.
د یادونې ده، چې د اسرائیل او ایران ترمنځ متقابل بریدونه اوس هم روان دي.