Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان بیارغونه د اروپايي ټولنې پر ګټه هم ده ـ د ازبکستان ولسمشر

میرضیایوف له یورونیوز سره په یوه مرکه کې، چې (سې‌شنبه د وري دولسمه ) خپره شوې؛ ویلي، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان پالیسي تل عملي او د اوږدمهاله سټراټیژۍ پر بنسټ ولاړه ده.

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۳, ۱۴۰۴

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ثبات او بیارغونه یې د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې پر ګټه ده.

میرضیایوف له یورونیوز سره په یوه مرکه کې، چې (سې‌شنبه د وري دولسمه ) خپره شوې؛ ویلي، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان پالیسي تل عملي او د اوږدمهاله سټراټیژۍ پر بنسټ ولاړه ده.

هغه ويلي: “مونږ هيڅکله خپل ګاونډي ګوښه کړي ندي او نه مو ترې شا اړولې ده. مونږ تل پدې باور یوو، چې د افغانستان پرمختګ له ګاونډ هېوادونو سره د ازبکستان په ګډون، چې نږدې او مهم شریک یې دی له رغنده تعامل پرته ناشونی دی. “

میرضیایوف ټینګار کړی: ډېری هغه کسان، چې په پیل کې یې د افغانستان په اړه د ازبکستان د پالیسۍ مخالفت کاوه؛ اوس دې پایلې ته رسیدلي، چې دا سمه پالیسي وه.

ازبک مشر په افغانستان کې د پخواني حکومت اداري نه وړتیا، له مخالفانو سره د خبرو اترو نه‌کولو او د یو ټولګدونه حکومت د جوړولو د نه‌لېوالتیا له کبله هم نیوکه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې د پخواني حکومت په ټولو کچو کې پراخ اداري فساد موجود و.

هغه ويلي: “اوسنی مشرتابه توانېدلی، چې په افغانستان کې وضعیت باثبات کړي او خپلې سرچینې د هوايي ډګرونو، داخلي اوسپنې‌پټلۍ شبکو، اوبو او انرژۍ اسانتیاوو په ګډون د بېخبناوو(زیربناوو) پراختیا ته ولګوي او همدارنګه د اپینو کښت کم کړي.”

میرضیایوف ویلي، چې افغانستان ته باید د راپورته کیدونکو سټراټیژیکو فرصتونو له نظره وکتل شي.

هغه وایي: “له نړیوالو اقتصادي بهیرونو سره د افغانستان یوځای کول؛ په دې خاوره کې د بېخبنایي پروژو د پلي کولو له لارې ډېر اړین دي.”

د ازبکستان ولسمشر د افغانستان په اړه له اروپايي ټولنې سره د ګډې همکارۍ لپاره د چمتووالي څرګندولو په ترڅ کې ویلي، چې په دې پړاو کې اصلي دنده د پوهنې په برخه کې د مرستو روان ساتل دي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!