تازه خبرونه
د افغانستان بې ثباته کول د امریکا لومړیتوب دی – قُمي
په افغانستان کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د سېشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۶) له ایراني رسنۍ (ایرنا) سره په خبرو کې ویلي، چې امریکایانو له شرمه ډکې ماتې سره – سره په افغانستان کې نه یوازې ناامنیو ته لمن وهلې، بلکې له ترهګرۍ په ځانګړي توګه له داعش هم ملاتړ کوي.
دغې ایرانۍ رسنۍ د حسن کاظمي قومي له خولې لیکلي، چې د افغانستان بې ثباتي او ناامني اوس هم د امریکا لومړیتوب دی او دوی پر بېلابېلو دلایلو د دې سیاست د پلي کولو هڅې کوي.
په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي: امریکایان په افغانستان کې له خپلې سترې ماتې سره ـ سره له سیمې او افغانستان څخه نهدي وتلي؛ موخې یې اوس هم شته، خو دوی خپله عملیاتي تګلاره بدله کړې ده. هغه مهال یې فکر کاوه، چې دوی کولی شي پر یرغل او وسلوالو کمپاينونو ځان خپلو نامشروع موخو ته ورسوي؛ خو له ناکامېدو وروسته يې نورو لارو ته مخه کړه.
قُمي زیاته کړې: مونږ د افغانستان د حالاتو د ښهوالي لپاره له کابل سره د اړیکو هوکړې ته رسیدلي یوو.
نوموړي دا هم ویلي: له نېکه مرغه مونږ د پاکستان په ګډون د سيمې له مهمو لوبغاړیو سره پر سلا مشورو مثبتې کړنلارې ته رسېدلي يوو؛ له کابل سره په خبرو کې پر سيمه ييزو همکاريو ټينګار وشو او هوکړه وشوه، چې دې تګلارې ته بايد لومړيتوب ورکړ شي.
هغه زیاته کړې؛ په دې خبرو کې د سیمهییزو اړیکو ډله جوړه شوه، چې د کازان او مسکو په غونډو کې پرې خبرې شوې وې. دغه راز پرېکړه شوې وه، چې د افغانستان له واکمنانو سره به سیمهییزه همکاري روانه ساتل کیږي.
په افغانستان کې د ايران سفارت دې استازي زياته کړې، چې د سيمه ييزو اړیکو ډلې استازي بايد له افغانستان سره په اقتصادي، امنيتي او سياسي برخو کې د همکاريو يوه کړنلاره تعريف او تعقيب کړي؛ ځکه، چې دا چمتووالى نيول شوى دى.
کاظمي قُمي د داعش په ګډون په سیمه کې د ترهګرۍ خپرېدا د امریکا د نیابتي جنګ او د امریکا ـ صهیونیسټي پلانونو پایله وبلله او ټینګار یې څرګند کړ، چې ګاونډ هېوادونه باید هوښیار واوسي او له افغانستان سره د امنیت په ګډون هراړخیزه همکاري وکړي.
هغه دا هم ویلي: ترهګري پوله نهپېژني؛ نو له همدې کبله له تروریزم سره مبارزه باید په ګډه ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې: د افغانستان د خلکو ملاتړ اوس هم د ایران د اسلامی جمهوریت سیاسي ارزښت دی. دا ملاتړ د دوه اړخیزو همکاریو په ټولو برخو کې شته او د افغانانو د اوسنیو شرایطو په اړه د ایران ژور پوهاوی دی. مونږ د سیمې متحدین هڅوو او له ملګرو ملتونو هم تمه ده، چې له دې بهیر ملاتړ وکړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې ایران د ملګرو ملتو د رغنده رول ملاتړ کوي او ګاونډیان د افغانستان له پرمختګونو څخه ډېر اغیزمن شوي دي؛ ځکه، نو ملګري ملتونه باید د سیمهییزو نوښتونو او همکارۍ ملاتړ وکړي. که دا ملاتړ رامنځته شي؛ دا به د نړیوالې سولې او امنیت د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ماموریت په ښه کولو کې پوره مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې امریکایي اړوند چارواکو او د ملګروملتونو استازود حسن کاظمي قُمي د دغو څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.
تازه خبرونه
په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امانالله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا پلې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.
چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.
ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
د مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) د بشري مرستو له مرستیال برونو لیمارکي سره لیدلي او د راستنېدونکو د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.
برونو لیمارکي ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنه او د هغوی د مېشتولو لپاره د زمینې برابرول د ملګرو ملتونو د ادارو او اسلامي امارت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې اوسمهال له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرستې کوي او دا لړۍ باید پراخه شي.
د یوناما مرستیال ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او یوناما د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره همکارۍ ته چمتو ده.
په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.
هغه له مرستندویو ادارو غوښتي، چې له راستنېدونکو کورنیو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
هغه زیاته کړې؛ د زرګونو کورنیو، چې په هېواد کې دننه بېځایه شوې دي، د مېشتولو لپاره هم یو پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی.
د مهاجرینو وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیت لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي او اسلامي امارت د یوناما له بشري همکاریو هرکلی کوي.
تازه خبرونه
اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمهییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زدهکړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
