تازه خبرونه
د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان باید ټولې ترهګرې ډلې خپله موخه وګڼياو د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده.
د کابل او اسلام آباد اړیکې اوس تر بل هر وخت زیات تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي او د پاکستان په همکارۍله طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو په بیا پیل هم څه نه ویل کیږي؛خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ثبات په افغانستان کې لهثبات سره تړلی بولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د دفتر رییس الیزابت ترودو وایي؛ د پاکستان او سیمې ثبات په پراخ ډول دې ته اړتیا لري،چې پوځي ګواښونو ته بایدپه هر اړخیز او جامع ډول لاسرسی پیدا شي. په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده او د هغه هېواد ثبات هم کمزوری کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکې وایي؛مونږ په ډېر څرګند ډول د پاکستان د دولت لوړې کچې ته ویلي،چې هغه هېواد باید ټولې ترهګرې ډلې په نښه کړي. زه په یاد لرم،چې جنرال شریف په دې اړه په دې وروستیو کې خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده؛مخکې له دې امریکایي چارواکو له پاکستان غوښتي وه،چې د حقاني شبکه په خپل هېواد کې هدف وګرځوي، چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو او عامو افغانانو د ګڼو حملو مسووله ده.
ویل کیږي،چې حقاني شبکه د پاکستان له کلک ملاتړ برخمنه ده.
خبریاله: نذیره کریمي
تازه خبرونه
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
د نجونو یوې څلورکسیزې ډلې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په کابل کې د نجونو او ښځو د مطالعې لپاره یوه کافي خونه او کتابتون جوړ کړی او له ښځو او نجونو غواړي، چې ګټه ترې پورته او خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.
د هغو ښځو لپاره، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ دا یو ښه نوښت و، په ځانګړي توګه د هغو لپاره، چې د ښوونځي او پوهنتون زدهکړې یې ځنډېدلي دي.
له څه نا څه درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو زدهکړې ځنډېدلي او له ورتګه بې برخې پاتې دي.
د نجونو دې څلورکسیزې ډلې؛ نجونو او میرمنو ته نه یوازې د زدهکړې لپاره کتابتون او قهوه خونه جوړ کړې، بلکې غواړي هغو میرمنو او نجونو ته، چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي هم د لوست زمینه برابره کړي.
د کافي خونې مسووله زهرا وایي: هغه نجونې او میرمنې، چې دلته د لوست او مطالعې لپاره راځي؛ یو شمېر نورې نجونې ورته کافي له خواږو توکو سره برابروي، چې ذهنې ستړیا یې راکمه شي.
داسې انګیرل کیږي، چې د ښځو او نجونو د ښوونیزو محدودیتونو له کبله د داسې چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ګڼل کیږي.
په ټولیزه توګه غوښتنه دا ده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوهیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.
تازه خبرونه
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به د افغان زدهکوونکیو د خوړو د خونديتوب پياوړتيا لپاره له دې پروګرام سره ۱۰ ميليون يورو ځانګړې کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه مرسته د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتيکا، روزګان او زابل ولايتونو له ۱۰ زره څخه زيات د ښوونځيو زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې د اضافي مالي مرستو په لړ کې به د لس زره ښوونځیو پر زدهکوونکیو غني خوراکي بسکیټ یا ځواکمن تولید شوي غذايي خوراکونه ووېشل شي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د څلورم او شپږم ټولګیو نجونو زدهکوونکیو ته به هم د نباتي غوړیو او نغدو پیسو مرسته ورکړ شي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشرې هسیائو ویلی وايي؛ دې بنسټ څه باندې دوه لسیزې وړاندې د ښوونځیو د تغذیې پروګرام پیل کړ، چې د خوړو خوندیتوب او ښه تغذیه له پوهنې سره ونښلول شي.
د نوموړې د څرګندونو پر بنسټ، د خوړو نړيوال پروګرام تېر کال په ښوونځيو کې له یو اعشاریه پېنځه ميليون ماشومانو سره مرسته کړې او اروپايي ټولنه د دې مرستې مهم ونډوال شمېرل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د افغانستان د ښوونځیو د ښوونیز چاپېریال په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
تازه خبرونه5 days ago
له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه4 days ago
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د هند د لویدیځ په یوه تفریحي مرکز کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي
-
نړۍ2 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول