لوبی

د افغانستان توپوهونکی ګربز به په نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې ولوبیږي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان ویکت ساتونکی او توپ وهونکی رحمان الله ګربز به د شنبې پر ورځ د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د انګلستان پر وړاندې چمتو شوی دی.

اوړمه ورځ په ګابا لوبغالي کې د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ د لوبې په بهیر کې د پاکستاني چټک توپ اچوونکي شاهین شاه افریدي پر توپ د ګربز چپه پښه ولګېده اوبیا د باران له کبله اړوند لوبه هم لغو شوه.

د طبي پاملرنې له ترلاسه کولو وروسته روغتون ته ورسول شو او له کتنې وروسته په ډاګه شوه، چې هډوکی یې روغ او پښه یې د ډاډ وړ ده.

د افغانستان کرکټ بورد د چارشنبې پر شپه په ډاګه کړه، چې د نوموړي هډوکی له ماتېدو ژغورل شوی دی.

د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ د لوبډلې طبیب ویلي، چې هغه په راتلونکیو دوه ورځو کې ارزول کیږي او تمه ده، چې د شنبې پر ورځ د انګلستان پر وړاندې په لوبه کې ګډون وکړي.

دغه ۲۰ کلن لوبغاړي د ۲۰۲۲ آسیا جام په ۵ لوبو کې بهیر ۱۵۲ منډې جوړې کړې دي.

افغانستان د انګلیند، آسټرالیا، نیوزیلیند ترڅنګ د سوپر ۱۲ پړاو په ای ګروپ کې ځای لري.

دغه لوبه د شنبې پر ورځ په افغانستان کې له آریانا تلویزیون څخه کتلی شئ.

د انګلستان پر وړاندې لوبه له غرمې وروسته په ۳:۳۰ پیل او په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د بشپړې خپرونې د مهالویش لپاره دا ځای کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version