تازه خبرونه

د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونکارول شي – دفاع وزیر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، د افغانستان پولې خوندي دي او خاوره به یې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې له یوشمېر استازیو طارق علي البخیت، محمد سعید آل عیاش او یوسف الضبیعي سره په کابل کې وکتل.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ويلي، چې ملي دفاع وزیر راغلي پلاوي ته ویلي، چې د افغانستان د پولو امنیت ټینګ شوی او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان استازیو په کابل کې له لوړ پوړیو دولتي چارواکو سره د کتنو په لړ کې دا ځل د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره وکتل.

محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان غواړي د اسلامي همکاریو له سازمان سره اړیکې پراخې کړي.

د ملي دفاع وزیر د اسلامي همکاریو له ټولنې سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي: مونږ ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوو، چې د افغانستان پولې او خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد هیڅکله ونه کارول شي.

دفاع وزیر څرګنده کړې؛ مونږ د دوحې تړون ته ژمن یوو او د افغانستان څخه به نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نه پیښیږي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو کښت، قاچاق او له داعش سره په مبارزه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه او قدردانی کړی دی.

پوځي کارپوهان وايي، اسلامي امارت باید له ګاونډ هېوادونو سره د باور جوړونې بهیر پیل کړي، چې دا هیوادونه اندېښنې ونلري.

که څه هم له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان اړيکې ښې ښکاري؛ خو دغو هېوادونو او د اسلامي همکاريو سازمان د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو کې مهم ګام ندی پورته کړی.

ویل کیږي، چې نړۍ باید د افغانستان حکومت په رسمیت و پېژني او بیا له افغانستان سره د رسمي خبرو اترو له لارې مشروع غوښتنې مطرح کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي عبدالله الدرداری ویلي؛ د نړۍ هېوادونه د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره پرته له دې، چې له واکمنو چارواکو سره تعامل وکړي؛ بله لار نلري.

Trending

Exit mobile version