تازه خبرونه

د افغانستان خلک او پانګوال د برښنا له پرچاوۍ ځوریږي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۱)

د کابل او د افغانستان د یو شمېر نورو ښارونو ډېري اوسیدونکي د برښنا له نشتوالي اندېښمن دي او وايي، چې په ورځ کې دوه ساعته برښنا لري.

په افغانستان کې د برښنا له پرچاویو سره سم د هېواد خصوصي سکتور او د کابل څرخي‌پله صنعتي  کارخونو او خلکو ويلي، چې له  تېرو دوه اوونیو راپدیخوا د ورځې دوه ساعته برښنا لري.

خصوصي سکتور هم ویلي، چې د برښنا د نشتون له کبله یې ۹۰ سلنه  کارخونې بندې دي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان  وایي: نږدې دوه اوونۍ وشوي چې زمونږ ۹۰ سلنه فابریکي تړل شوي او مونږ د برښنا شرکت او اسلامي امارت له مشرتابه هیله لرو، چې د دې ستونزې پر اساسي  حل فکر وکړي او له کورنیو منابعو څخه د برښنا د تولید بهیر پراخ کړي.

کابل، چې د څه باندې پېنځه میلیون وګړيو ښار دی؛ اووه سوه میګاواته برښنا ته اړتیا لري.

د افغانستان برښنا شرکت اوس‌مهال د پلازمېنې د برښنا یوازې ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

له ازبکستان څخه وارداتي برښنا شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده.

ازبکستان په افغانستان کې برښنا پرې کړې، چې  له کبله يي افغانان په دې  ساړه ژمې  کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا مزي له پرې کېدو وروسته د یکشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه ناسته کې له ازبکستان څخه وغوښتل، چې دغه برښنا بېرته ونښلوي.

د بهرنیو چارو وزیر  امیرخان متقي ویلي؛ ازبکستان دې خپل هغه  تړون ته ژمن پاتي شي، چې د افغانستان له برښنا شرکت سره يي لاسلیک کړی دی.

امیر خان متقي وایي: زمونږ هېواد  ته  له ازبکستان څخه وارداتي برښنا پرې شوې. هیله لرو، چې ازبکستان هغه  تړون  ته ژمن شي، چې څه باندي ۴۰۰ میګا واته برښنا یې د افغانستان له  برښنا شرکت سره لاسلیک کړې او افغانستان  ته برښنا ورکړي.

د کابل برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ د ازبکستان هېواد ور ته ویلي، چې د تخنیکي ستونزو له کبله يې برښنا کمه کړې او له همدې کبله د هېواد خصوصي  سکتور او عام وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کابل برښنا رییس حکمت الله آخوندزاده وایي: مونږ منو، چې د تخنیکي ستونزو له کبله ازبکستان لوري وارداتي برښنا کمه کړې. مونږ د دې ستونزې د حل لپاره هڅي کړي، چې له ازبکستان او تاجکستان سره شته ستونزه حل شي.

په دې اړه دوی د رهبرۍ پرېکړي ته په تمه دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزه نوې نده؛ خو د اسلامي امارته غواړي، چې د دې ستونزو د اساسي حل لپاره  باید په کور د ننه د برښنا د تولید د اوبو، باد، ډبروسکرو، لمریزې او ګازي برښنا د تولید پر سرچینو دې پانګونه وکړي، چې افغانستان په اړوند برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version