سیمه ییز خبرونه
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا پر افغانستان د پاكستان بريدونه و غندل
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا د افغانستان پرخاوره د پاكستان وروستي بريدونه غندي او هغه د هېواد پرځمكني بشپړتيا څرگند تېرى گڼي.
د عالمانو شورا له پاكستان څخه وغوښتل، چې:
په افغانستان كې د ستونزو د رامنځته كولو پر ځاى د سولې په راوستو كې مرسته وكړي چې د دواړو هيوادونو او سيمې په ګټه ده . د عالمانو سراسري شورا يوځل بيا پر وسله والو مخالفينو غږ وكړ چې د سولې لار خپله او هيواد له ستونزو وژغوري .
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا د سه شنبې په ورځ(د تلې په ۵) په يوه خبري غونډه كې د افغانستان پرسرحدي سيمو د پاكستان د توغنديو بريدونه وغندل او له دغه هېواده يې وغوښتل ، چې دا بريدونه ودروي .
د افغا نستان د عالمانوسراسري شوراغړي مولوي غلام رباني د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې دا موضوع وڅېړي.
د عالمانو سراسري شورا له پاكستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان كې د سولې په ټينگښت كې همكاري وكړي، ځكه د دوى په وينا په افغانستان كې سوله ،امنيت او پرمختگ د سيمي او گاونډيو هېوادونو لپاره هم گټوردي.
دعالمانو د سراسري شورارييس قيام ا لدين كشاف يو ځل بيا پروسله والو مخالفينو غږ وكړ، چې په هېواد كې له ورانكارو فعاليتونو لاس واخلي او د دې پرځا ى دې د سولې لاره خپله كړي، چې خلك له دې بد بختيو وژغورل شي .
پاکستان په تېرو څو ورځو كې د افغانستان پركونړ ولايت له ۶۰۰ ډېرد توغنديو بريدونه كړي، چې د محلي چارواكو په وينا په كې يو تن وژل شوى يو ټپي او سلگونه كورنۍ له خپلو كورنيو كډې كولو ته اړ شوي دي .
