تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت د هرات زلزله ځپلې سیمې ته د ژغورنې ډلې لېږلي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان دفاع وزارت هرات ولایت ته ژغورونکې ډلې استولي او د هغو ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي، چې د شنبې د ورځې د ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې او ټکانونو د ویجاړو ودانیو لاندې پراته دي.

د یکشنبې پر ورځ ټولنیزو رسنیو د ورانیو او مړینو بشپړ انځورونه خپاره کړل او ویدیوګانو وښودله، چې کليوال پر لاسونو ژوندي پاتې شوي کسان له خټو راوباسي.

د ژغورنې ډلې اوس ځینو زیانمنو سیمو ته رسېدلي، چې په کې د زنده جان ولسوالي هم شامله ده، چې د زلزلې مرکز دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې له سیمې به لیدنه وکړي او وضعیت به وارزوي.

د قربانیانو لپاره د مرستو د تنظیمولو په بېړنۍ غونډه کې چارواکو ویلي، تر ټولو ډېره زیانمنه سیمه زنده جان ولسوالۍ ده، چې له ۳۰۰۰ زیات کورونه په کې ویجاړ شوي دي.

چارواکو ویلي، زنده جان ولسوالۍ تر ټولو زیات تلفات لري.

د ژغورنې نړیوالې کمیتې په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې سیمې ته یې د بېړني غبرګون ډلې هم استولي دي.

دې کمیتې ویلي، چې وضعیت له نږدې څاري او په فعاله توګه د ډېرو نورو نادولتي بنسټونو سره همغږي شوي، چې د زیان کچه وارزوي او اړو خلکو ته مرستې چمتو کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمیتې د بېړني غبرګون ډلو د اغېزمنو خلکو لپاره د طبي پاملرنې او نورو اړینو خدماتو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کولو لپاره کار پیل کړی.

زمونږ ډلې نه ستړي کیدونکي کار کوي، چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د دې کمیتې مشرې سلما بن آسیا ویلي: زمونږ زړونه د هرات له هغو خلکو سره د خواخوږۍ څرګندونه کوي، چې له دې ویجاړونکې زلزلې له امله زیانمن شوي دي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د هرات له خلکو سره ودریږي او د روانو مرستو له هڅو ملاتړ وکړي.

د بې سرحده داکترانو ادارې هم د هرات په حوزوي روغتون کې د ټپي شویو ناروغانو د ځای په ځای کولو لپاره پېنځه طبي خیمې د مرستې لپاره درولې دي. له پرون ماسپښین راپدیخوا په روغتونونو کې د سلګونه ټپیانو درملنه شوې ده.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې هم له زلزلې وروسته د خپل چټک غبرګون ډلې ۱۵ رضاکاران افغانستان ته رااستولي دي.

Trending

Exit mobile version