تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت هوايي ځواک په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د «داعش» او« شر او فساد » ګډ مرکزونه ویشتي دي

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

Published

on

 

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوايي ځواک د سې‌شنبې پر ماښام(د غبرګولي نهمه) د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه او هغه مرکزونه، چې دې وزارت د « شر او فساد » مرکزونه بللي؛ په هوايي بریدونو کې پر نښه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو بریدونو څخه یو یې د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د سرانانو سیمه پر نښه کړې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې له دې مرکزونو څخه پر افغانستان د بریدونو او ورانوونکو فعالیتونو پلانونه جوړېدل او هغه بریدونه همغږي کېدل، چې افغان ملکي وګړي یې پر نښه کول.

یاد وزارت زیاته کړې، د خیبرپښتونخوا ایالت د قمبرخېل او د چترال د شاه‌سلیم درې د ګرم‌چشمې په اړوند سیمو کې یې د «شر او فساد » مرکزونه هم د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دغو بریدونو کې د «داعش»غړو، «د شر او فساد غړو» او د هغوی ملاتړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دا عملیات د ملکي وګړو له مرګ‌ او ژوبلې پرته ترسره شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای پر نښه کړي، چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Trending

Exit mobile version