تازه خبرونه

د افغانستان دواړه نوماندان د امنیتي تړون لاسلیک ته ژمن دي- راسموسن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو دوه ورځنۍ سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ(د وږي۱۳) د بریتانیا په ویلز کې پیل شوې ده. د دې ناستې په لومړې برخه کې گډونوالو د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان د افغانانو په استازیتوب د ویلز ناستې ته ورغلی، چې د افغانانو رڼې غوښتنې واوروي؛ خو د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن وایي:

په افغانستان کې د ناتو له رزمي ماموریت وروسته، زمونږ همکاري له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون د لاسلیک له شرط سره تړلې ده.

نوموړی، چې د افغانستان له حلاتو خوښ نه و د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د لیکل شوي پیغام په لوستو یې د ملي وحدت حکومت د جوړولو په اړه د هغوی له هوکړې خوښي څرگنده کړه.

ناتو د دې غوښتونکې ده، چې ډېر ژر د افغانستان ولسمشر کار پیل او له خپلو متحدینو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او که نه خپل هغه ماموریت ته به د پای ټکی کیدي، چې د افغان امنیتي ځواکونو ښوونه او روزنه په کې په غاړه اخلي.

Trending

Exit mobile version