تازه خبرونه

د افغانستان دولتي او خصوصي کارکوونکي شغلي خوندیتوب نلري

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۳۹۹)

د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثاراحمد غوریاني د کارموندنې نړیوالې اوونۍ په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې اندېښنه وښوده، چې د حکومتي او خصوصي بنسټونو کارکوونکي کاري ډاډ او امنیت نلري.

نوموړي څرګنده کړې: د افغانستان په دولتي او خصوصي ادارو کې کارکوونکي له سختو شرایطو سره مخ دي؛ باید د ګومارنې پر کړنلارې له سره غور وشي او شغلي خوندیتوب ورته رامنځته شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي غوریاني په ډاګه کړې: مونږ له هغو سوداګرو، چې پانګې یې له هېواده ایستلي؛ د بېرته راستنولو غوښتنه کوو. مونږ چمتو یو د خپل سوداګر تر حنګه د یو ساتونکي په توګه ودریږو او له هغو څخه لکه ورور ساتنه وکړو.  

په افغانستان کې د دندې نشتوالی د ستونزې یو اړخ دی؛ خو یو شمېر سوداګر وایي؛ تحصیلي بنسټونه  نشي کولی، چې خصوصي دندو ته د اړتیا وړ کسان وړاندې کړي.

پانګوال ذبیح الله زیارمل وایي: ځوان، کوچني او منځني متشبثین د یوه هېواد د ملا تیر جوړوي.  

په افغانستان کې پر دولتي بنسټونو سربېره زرګونه کسان په خصوصي بنسټونو کې پر کارونو اخته دي.

د خصوصي سکتور غړي وايي، چې دولت یې ملاتړ نکوي؛ نو، ځکه دوی هم نشي کولی په دوامداره توګه کارکوونکي له ځان سره وساتي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید په دې اړه وایي: زه له همدې پتې، چې د سوداګرۍ وزارت دی؛ په افغانستان کې د خصوصی سکتور راتلونکې ته دېره هیله منه یم.  

په افغانستان کې پېنځلس میلیون وګړي پر کاري شرایطو برابر دي؛ خو اته میلیون یې بېکاره او اووه میلیون نور په مقطعي ډول کارونه ترلاسه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوي فارغ شوي زدکړیالاند کاري زمینو له نشتوالي سرټکوي او وایي، چې د استخدام په بهیر کې اړیکې غوروالی لري.

Trending

Exit mobile version