لوبی
د افغانستان د آزادو هڅو لوبغاړي عمران حافظي خپل امریکايي سیال مات کړ
افغان اتل عمران حافظي بریالی شو، چې په یوه حساسه آزاده سیالۍ کې خپل امریکايي سیال ته په لومړیو ۱۸ ثانیو کې پر زړه راکښونکی حرکت ماتې ورکړي.
دا سیالي تېره شپه (یکشنبه د کب ۷ / د فبرورۍ ۲۶ ) د امریکا د کلیفورنیا په ښار کې د UNF بنسټ لخوا ترسره شوې ده.
عمران حافظي د لوبې په لومړي پړاو کې خپل حریف پخپل زړه راکښونکي حرکت له ډګره لرې کړ.
دغه افغان لوبغاړي تر دې دمه لس لوبې کړي، چې په دوه هغو کې یې ماته خوړلې او ۸ یې ګټلي دي.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریز لوبلړ ګټونکې شوه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ اوریز لوبلړ بریا خپله کړه.
په دې لوبه کې، چې د دوشنبې پر شپه (د کب اته ویشتمه ) ترسره شوه؛ افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه، خو ایرلینډ لوبډلې په ۹۸ مډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه د ۵۷ منډو پر توپیر افغانستان وګټله.
د افغانستان لپاره د توپوهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه په میدان کې پاتې شو.
دغه راز د توپاچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي د لوبې په څلورو اورونو کې څلور ایرلینډي لوبغاړي له ډګره وتلو ته اړ کړل او مخالف لوري ته یې نهه منډې ورکړې.
همدارنګه نوین الحق د ایرلینډ درې لوبغاړي له ډګره وایستل.
لوبی
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
په دغه اعلان شوي نوملړ کې راشد خان ارمان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه راغلی دی.
نوموړی د ملا د درد له کبله له اوږده ځنډ وروسته لوبدلې ته راستون شوی دی.
د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبدلې به له نړیوالو یو ورځنیو او ټیسټ لوبو وروسته د مارچ پر پېنځلسمه، اووهلسمه اواتلسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې سره ولوبیږي.
د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:
راشد خان ارمان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجیب الرحمن، وغادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي.
لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهیمه اتلولي هم خپله کړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ څخه د ۱۱۷ منډو پر توپیر وګټله او په عربي متحده اماراتو کې یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ اتلولي خپله کړه.
په دې لوبه کې، چې تېره شبه ترسره شوه افغان لوبغاړی محمد نبي پر ۵ ویکټو د افغانستان غوره لوبغاړی شو او ننګیال خروټی هم په دې لوبه کې ښه ځلیدلی دی.
افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهیمه لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه؛ خو درېیمه لوبه یې هم د ځان پر ګټه راوڅرخوله.
که څه هم ایرلنډ د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې توپاچونه غوره کړه؛ خو افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ایرلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
په لومړۍ نیمايي کې حشمت الله شهیدي د ۶۹ منډو پر جوړولو د نورو افغان لوبغاړو پر پرتله ښه وځلید.
په دوهیم اور کې د ایرلنډ لوبډلې په ۳۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۱۱۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړی شوې.
محمد نبي، چې د دې سيالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، پېنځه ايرلنډي لوبغاړي يې له سيالۍ لرې او ننګيال خروټي هم څلور مخالف لوبغاړي له منځه يوړل.
د یادونې ده، چې محمد نبي په لوبه کې ښه وځلید؛ خو په ټول لوبلړ کې رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
-
لوبی5 days ago
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
-
تازه خبرونه1 day ago
په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی
-
نړۍ2 days ago
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له کبله دوه کارګر مړه شوي
-
نړۍ1 day ago
شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی وتوغاوه
-
تازه خبرونه7 hours ago
امریکا په افغانستان کې له هوايي بریدونو وروسته له پاکستان څخه د زغم غوښتنه وګړه
-
لوبی9 hours ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریز لوبلړ ګټونکې شوه