Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د اساسي قانون لویه جرګه په خپل وخت نه را بلل کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-21-16h59m00s180

د افغانستان د اساسي قانون لویه جرګه چې د ملي یوالي د حکومت په سیاسي تفاهم لیک کې یادونه شوې، په خپل وخت نه را بلل کیږي.

د سیاسي تفاهم لیک د عملي کیدو څخه د څارنې د کمیسیون ريیس محمد ناطقي وايي چې د تر سره شویو کارونو څخه داسې ښکاري چې جرګه به په خپل وخت را ونه بلل شي.

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وايي چې د لویې جرګې رابللو ته لیوالتیا نلري او که حکومت جرګه را وغواړي ښایي جرګه حکومت ته د پای ټکی کیږدي.

د ملي یوالي د حکومت د جوړښت د هوکړه لیک له اساسي موادو څخه یوه دا ده چې د اساسي قانون د تعدیل او اجرايي لومړي وزارت د پوست رامنځته کولو لپاره به د اساسي قانون لویه جرګه رابلل کیږي.

سیاسي هوکړه: لومړۍ برخه:

ولسمشر ژمن دی چې لویه جرګه را وغواړي چې د اساسي قانون د تعدیل او اجرايي لومړي وزارت د پوست خبرې وکړي. ولسمشر له لوړې وروسته د اساسي قانون د تعدیل مسودې لپاره کمیسیون په دنده ګوماري.

د سیاسي تفاهم لیک د عملي کیدو د څار د کمیسیون رییس محمد ناطقي:

اندیښنې موجودې دي. نهه میاشتې کيږي چې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوی. حکومت په یاده موده کې ځینې کارونه ترسره کړي او ځینې یې نه دي ترسره کړي؛ نو د حکومت تېر ته په کتو سره ویلی شو چې جرګه ښایي په خپل وخت دایر نه شي.

د ولسي جرګې ځیني غړي بیا وايي چې د سیاسي تفاهم لیک یوه ماده هم نده عملي شوې.

د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني:

تر اوسه د ملي یووالي د حکومت د پرېکړه لیک په یوه ماده هم عمل نه دی شوی او زما د څېړنې له مخې هیڅ اراده شتون نه لري چې لویه جرګه دې دایر شي.

دوی خبرداری ورکوي چې د حکومت د بې غورۍ له کبله ښايي حکومت سقوط وکړي.

د ولسي جرګې غړی ذکریا ذکریا:

تر ټولو مهم اصل دا دی چې باید په دې باندې کار وشي چې؛ له هغه پرته به د حکومت غفلت او بې پروایي حکومت له سقوط سره مخ کړي.

د ملي شورا، ولایتي شورا، او ولسوالیو شوراګانو غړی د لویې جرګې اصلي عناصر بلل کیږي. په داسې حال کې چې د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې نه دی شوي د لویې جرګې رابلل به د کوم اصل له مخې وي؟

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!