سوداگري

د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره کار کوو ـ سره میاشت

Published

on

په کابل کې د سرې میاشتې ټولنې نړیوال فډراسیون ويلي، دا اداره د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره کار کوي.

د دغه فډراسیون مرستیال ټینګار کړی؛ بشردوستانه مرستې نشي کولی د خدماتي بنسټونو را منځته شوې تشه ډکه کړي؛ ځکه، چې په افغانستان کې ډېر نور کار ته اړتیا ده.

د نړیوال فډراسیون مرستیال او د ترکیې د سرې میاشتې مشر ډاکټر کرم کنیک ویلي؛ له افغانستان سره د مرستو ور، سره میاشت ده. مونږ ټولې نړیوالې مرستندویه ادارې هڅوو، چې له افغانستان سره مرسته او ترې ملاتړ وکړي. مونږ د هغو مرستو د چټکتیا غوښتونکي یوو، چې افغانستان ته ورته اړتیا لري. که نړۍ د افغانستان له خلکو سره مرسته ونکړي؛ دا ستونزه به د ګډوالۍ په ګډون پراخه شي.

نوموړی، چې له ترکیې څخه کابل ته راغلی، یوې خبري غونډې ته یې وویل: هېواد به یې له افغانستان سره ۸۰۰ ټنه خوراکي، غیر خوراکي او روغتیايي مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې، د دغو مرستو لومړۍ جوپه به په څلورو ورځو کې افغانستان ته راورسېږي.

دع وایي: مونږ له افغانستان سره لس میلیون ډالر مرسته وکړه، چې دوه میلیون کسانو ته رسېږي. په دې  بشري مرستو کې سرپناهاو خوراکي توکي دي او د ترکیې دا مرستې به روانې وي.

د خواړو نړیواله ټولنه راپور ورکوي، چې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دې مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب بللی و او ټینګار یې کړی، چې ژر تر ژره دې د دې هېواد اقتصاد ته نغدې پیسې ولګېږدول شي.

Trending

Exit mobile version