تازه خبرونه

د افغانستان د اقلیم او ځنګلونو زیانمنوونکي باید افغانانو ته تاوان ورکړي

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۶, ۱۴۰۲

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم د ککړتیا او کاربني ګازونو د تولید په برخه کې ۰،۸ سلنه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو هېوادونو په شپږم کتار کې راغلی دی.

د چاپېریال ساتنې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین ويلي؛ په افغانستان کې د څو وروستیو لسیزو د وسلو او کیمیاوي موادو کارولو اقلیم او ځنګلونه سخت زیانمن کړي او عاملین یې باید افغانستان ته تاوان ورکړي.

دغه راز د دې ادارې مسوولینو څرګنده کړې، چې د کابل ښار د فاضله اوبو د ستونزې د دایمي حل لپاره یې د اړوند وزارت پر همکارۍ یو جامع پلان چمتو او کابینې ته وړاندې کړی، چې د دغه پلان له پلي کېدو سره به د کابل ښار د فاضله اوبو ستونزه  اواره شي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رییس عزیزالرحمن ويلي، چې له تېر کال راپدیخوا يې د نړيوالې ټولنې پر همکارۍ د چاپېريال ساتنې په برخه کې پر ٢٢ پروژو عملي کار پيل کړى، چې اوس د دوه پروژو چارې بشپړې شوې دي.

د دې ادارې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د څه باندې ۱۰۰۰ پراختیايي، بېخبنایي، تولیدي او صنعتي پروژو کارونه ارزول شوي، چې یو شمېر پروژې د چاپېریال ساتنې د اصولو د نه مراعاتولو له کبله رد شوې دي.

نوموړي دا هم ويلي، چې په تېر کال کې د سلګونه نادره مرغانو او حیواناتو د ښکار مخه نيول شوې ده.

هغه زیاته کړې؛ د اقلیم بدلون د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز کړی او دا هېواد په عملي توګه د اوبو د کمښت، وچکالۍ او سېلابونو له ګواښ سره مخ شوی او افغانستان په یوازې ځان د اقلیم له بدلون سره د مبارزې وس نه‌لري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د پروژو عملي کار بیا پیل کړي.

Trending

Exit mobile version