تازه خبرونه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوی ازبکستان ته تلی
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې چارسمبالی او ورسره پلاوی د یکشنبې پر ورځ د افغانستان – ټرانس په ناسته کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تلی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې دا غونډه نن (دوشنبه د سلواغې دېرشمه) د افغانستان، پاکستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د استازو په ګډون جوړه شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې چارسمبالی بختالرحمن شرافت او ورسره مل پلاوی د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی او هلته به په دې ناسته کې ګډون او د همکاریو د پیاوړتیا لپاره به دوه اړخیزې خبرې وکړي.
بختالرحمن شرافت د دغه سفر پر مهال د حیرتان له اداري ودانۍ او د ازبکستان ترمز اوسپنې پټلۍ له تمځي څخه هم لیدنه وکړه، چې تر کار لاندې دي.
له دې مخکې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارسمبالي د همکاریو د پراختیا لپاره یو شمېر ګاونډ هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.
د افغان – ټرانس پروژه د سیمهییزې نښلېدا یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له پاکستان سره نښلوي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د دا ډول پروژو له پلي کېدو سره به د افغانستان سیمهییزه نښلېدا پیاوړې شي.
د یادونې ده، چې د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ به ۶۴۸ کیلومټره اوږدوالی ولري او د بشپړېدو په صورت کې به په کال کې د لس میلیون ټنو مالونو د لېږد رالېږد وړتیا ولري.