سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د اړتيا وړ۹۶ سلنه درمل له بهر څخه راوړل كيږي
د درمليزو خدمتونو ملي بنسټ وايي:
هركال د ۵۵۰ ميليون ډالرو په ارزښت درمل له بهره وارديږي. د درملو د توليدي او صنعتي ښارگوټو لږوالى د دې لامل شوى، چې د افغانستان د اړتيا وړ۹۶ سلنه درمل له بهر څخه راوړل شي.
د عامې روغتيا وزارت وايي:
په نږدې راتلونكې كې به د كابل په شمال كې د درمليزو بوټو د روزنې او درملو د توليد صنعتي ښارگوټي جوړ شي.
د درمليزو خدمتونو د ملي بنسټ عامل پلاوي رييس عبدالخالق ځاځي په ډاگه كړه، چې:
د حكومتي بنسټونو له زياتو هڅو سره سره د درمليزو ښارگوټو د جوړولو ستونزه تراوسه نه ده حل شوې.
د عامې روغتيا وزارت د فارمسي چارو رييس عبدالحفيظ قريشي وايي:
له دوه كلونو راپديخوا د درملو د توليد او درمليزو بوټو د روزنې د يوه ښارگوټي كار پيل شوى دى او په پام كې ده، چې په نږدې راتلونكي كې دا ښارگوټى د درملو پر توليدوونكو ووېشل شي.
په همدې وخت كې د عامې روغتيا وزارت د درملو د ساتنې د لارو چارو د زده كړې له دوه ورځيني وركشاپ جوړولو خبر وركړ، چې په دې وركشاپ كې د درملو واردوونكو ته د روغتيا د نړيوال سازمان له معيارونو سره سم د درملو د ساتنې لارې چارې ورښودل كيږي.