سوداگري
د افغانستان د جلغوزیو صادرات ۶۹ سلنه زیات شوي
د دې خونې د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په لومړیو اووه میاشتو کې د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو ارزښت ۴۲ میلیون ډالر و. دغه محصول اروپايي هېوادونو، هند او چین ته صادر شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ د روان کال په لومړیو اووه میاشتو کې د هېواد د جلغوزیو صادرات د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۶۹ سلنه زیات شوي او ارزښت یې ۷۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
د دې خونې د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په لومړیو اووه میاشتو کې د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو ارزښت ۴۲ میلیون ډالر و. دغه محصول اروپايي هېوادونو، هند او چین ته صادر شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي، د روان کال له پیله یې د جلغوزیو د صادراتو د پراختیا او د دې محصول لپاره د نویو بازارونو د موندلو هڅې پیل کړې دي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهانو ويلي، جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دي او د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بازارموندنې او نویو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.
د افغانستان جلغوزي چین، هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان، امریکا، بریټانیا، ایټالیا، جرمني، اسټرالیا، ترکیې، اتریش او کویټ ته هم صادرېږي.
کارپوهانو ټینګار کړی، چې د جلغوزیو د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د دې محصول د وړاندې کولو بڼه د نړۍ د بېلابېلو بازارونو له غوښتنو او معیارونو سره سمه شي.