تازه خبرونه
د افغانستان د حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته ولاړه
د ریاست لوزرا چارسمبالي مولوي عبدالکبیر په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د حاجیانو د سفر د پیل په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې له حاجیانو وغوښتل، چې د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال د یوه باعزته افغانستان او د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره د الله پاک دربار ته لاسونه لپه کړي.
مولوي عبدالکبیر وايي؛ تېر کال ته ورته به د حاجیانو پاتې پیسې بېرته دوی ته وسپارل شي.
د ریاست لوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم له حاجیانو وغوښتل، چې د یو بل پر وړاندې له ښه چلند کار واخلي.
نوموړي ویلي؛ په مکه معظمه او مدینه منوره کې به د حاجیانو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وايي؛ سږ کال به ۳۰ زره افغانان په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څرګندونو؛ ښوونکي مخکې له مخکې روزل شوي، چې حاجیانو ته لارښوونه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د حج رهنما جیبي کتاب هم د حاجیانو لپاره په دري او پښتو ژبو چاپ شوي او د دوی لپاره چمتو شوی دی.
حاجيان وايي: دوی تر اوسه سعودي عربستان ته د هغوی د لېږلو له بهیر څخه راضي دي؛ خو له اسلامي امارت غواړي، چې دوی ته په مدینه منوره او مکه مکرمه کې هم د دوی لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې غفلت ونهشي.
سږ کال به د هېواد ۳۰ زره وګړي د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.
ویل کیږي، چې په دې الوت کې ۳۴۶ حاجیان چمتو شوي او د هر حاجي د حج لګښت ۳۹۲۴ امریکايي دالره دی.