تازه خبرونه

د افغانستان د حج سږ نۍ ونډه ۳۰ زره کسان اعلان شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۳)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب څرګنده کړې، چې سږ کال د افغانستان د حج ونډه ۳۰ زره کسان دي.

نور محمد ثاقب نن (سې شنبه د وري اوومه) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد لپاره له آریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر سره تړون لاسلیک شوی دی.

هغه زياته کړې، چې سږ کال د زیارت کوونکیو لپاره ٣٨٦٥ امريکايي ډالر د حج لګښت ټاکل شوی دى.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي ویلي، چې د عامو خلکو ترڅنګ د اسلامي امارت د غړیو، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او مهاجرینو ته هم د حج ونډه بېله شوې ده.

Trending

Exit mobile version