تازه خبرونه
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو یوسلوشپږمه کلیزه
د هغه وخت له بریټانیا سره له درې جګړو وروسته افغانستان د ۱۲۹۸ د زمري پر اتهویشتمه د شاه امان الله خان پر مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.
نن سېشنبه د زمري اتهویشتمه له بریټانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له یو سلو شپږمې کلیزې سره برابره ده.
د هغه وخت له بریټانیا سره له درې جګړو وروسته افغانستان د ۱۲۹۸ د زمري پر اتهویشتمه د شاه امان الله خان پر مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.
په هغه وخت کې د وخت شوروي اتحاد لومړنی دولت و، چې دا خپلواکي یې پر رسمیت وپېژندله.
نن هم دا تاریخي ورځ په هېواد کې دننه او بهر نمانځل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه د یوسلوشپږمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان خپلواکي د هغو افغان مجاهدینو د سرښندنو او جهاد پایله ګڼي، چې د بریټانوي ښکېلاک پر وړاندې یې ټینګار او مقاومت کړی او د هېواد بشپړه خپلواکي یې ترلاسه کړه.
په دې اړه د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان مسلمان او غیرتمن ولس د لوی خدای پر مرسته بریټانوي استعمار مجبور کړ، چې د هېواد خپلواکي او د بهرني سیاست واک افغانانو ته بېرته ورکړي؛ دا یوه داسې بریا ده، چې تر نن ورځې پورې د ملت لپاره د ویاړ وړ ده.
اسلامي امارت د شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د افغانانو تاریخي مبارزو ته هم نغوته کړې او په یوه پېړۍ کې د درې لویو نړیوالو ځواکونو ماته یې د افغانانو د ټینګ ایمان او ملي ویاړ سمبول وباله.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې ځوان نسل باید د خپلو مشرانو پر پل – پل پورته کړي؛ د هر ډول تېري او اشغال پر وړاندې مقاومت وکړي او د هېواد له ویاړلي تاریخ څخه الهام واخلي.
اسلامي امارت د زمري د اتهءویشتمې په مناسبت افغانانو ته د مبارکۍ ویلې تر څنګ یادونه کړې؛ دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې یوازې څلور ورځې مخکې هېوادوالو “له امریکایي اشغال څخه د فتحې او آزادۍ” کلیزه هم ونمانځله.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت پدې مناسبت عامه رخصتي اعلان کړې او د ملي دفاع وزارت د دې ورځې د نمانځلو لپاره ځانګړي مراسم ترسره کړي دي.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی5 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
لوبی3 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
نړۍ4 days agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
-
لوبی3 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه2 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
International Sports3 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
