سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د روانو ستونزو حل په ملي روغه كې دى- كرسټيان وولف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آلمان ولسمشر كرسټيان وولف په كابل كې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوه گډ خبري كنفرانس كې وويل، چې:

المان  له دوه زره څوارلسم عيسوي كال وروسته هم افغانستان سره په بېلا بېلو برخو كې مرستو ته دوام ور كوي.

هغه وويل، چې:

په تركيه كې د افغانستان د گاونډ هېوادونو په گډون په جوړېدونكې غونډه كې به كوښښ وشي، چې د يوه او بل هېواد په كورنيو چارو كې د نه لاسوهنې په اړه ضمانت واخيستل شي.

نوموړي وويل، چې:

د دوه زره څوارلسم كال په وروستيو كې به الماني پوځونه له افغانستان څخه ووځي.

د المان ولسمشر په يوه نه اعلان شوي سفرپرون(د تلې په ۲۴) كابل ته راغلى او له افغان ولسمشر حامد كرزي سره يې پر اړوند مسايلو خبرې كړي دي.

له كتنې وروسته افغان ولسمشر حامد كرزى له خپل الماني سيال سره په يوه گډ خبري كنفرانس كې څرگنده كړه، چې المان د افغانستان پخوانى ملگرى هېواد دى.

د حامد كرزي په وينا:

المان د افغانستان په باب په جوړو شويو نړيوالو كنفرانسونو كې مهم رول درلود او هيله ده، چې د بن په دوه يم كنفرانس كې به يو ځل بيا له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ملاتړ تازه شي.

د المان ولسمشرپه افغانستان كې د روانو ستونزو د حل لپاره د ملي روغې وړانديز وكړ او زياته يې كړه، چې:

پاكستان ته هم پكارده، چې د تروريزم په وړاندې په ټينگه مبارزه وكړي.

د المان ولسمشركرسټيان وولف وايي:

افغانستان به هيڅ ډول لاسوهنه د نورو هېوادونو په چارو كې ونه كړي. د استانبول په كنفرانس كې، چې د سيمې او د افغانستان د گاونډ هېوادونو استازي به حاضر وي، كوښښ به وشي ، چې دا هېوادونه د يوه او بل په كورنيو چارو كې د نه لاسوهنې په باب ضمانت وركړي.

ده وويل، چې:

زمونږ پوځونه به د دوه زره څوارلسم كال په وروستيو كې له افغانستان څخه وځي؛ خو كوښښ كوو، چې د ملي اردو او پوليسو د وړتياوو د لوړولو په برخه كې همكارۍ ته دوام وركړو. مونږ به له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم له افغانستان سره وو.

د يادونې وړ ده، چې د روان كال په دسمبر مياشت كې به د افغانستان په باب د بن دوه يمه غونډه جوړه شي.

المان په افغانستان كې شاوخوا پېنځه زره سرتېري لري. دغه هېواد د افغانستان د پوليسو د روزنې په برخه كې تر نورو ډېرې مرستې كړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version