سوداگري

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ته په ازبکستان کې له امریکايي پانګوالو سره د لیدنې بلنه ورکړ شوه

دغه راز هاشمي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره هم د لیدنې پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جفري ګریکو په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سید کریم هاشمي سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې دي.

سید کریم هاشمي له جفري ګریکو سره په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغان-امريکايانو په ګډون له امريکايي شرکتونو او پانګوالو سره د افغان سوداګرو د نښلولو او د افغانستان صادراتو ته د امریکا په بازار کې د ډېرو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

هاشمي همداراز د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ترمنځ پر مستقیم تعامل، د ټکنالوژۍ او مدیریتي تجربو پر لېږد او د متشبثینو او کوچنیو شرکتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدا لپاره د هڅو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې دا شتمنۍ د افغانستان د خلکو حق دی.

دغه راز ګریکو د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ پر نږدې همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې څو امریکايي شرکتونو د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس هاشمي ته بلنه ورکړه، چې په ازبکستان کې به د راتلونکې اقتصادي غونډې پر مهال امریکايي سوداګرو او پانګوالو ته د افغانستان د پانګونې فرصتونه وروپېژني.

دغه راز هاشمي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره هم د لیدنې پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو پانګونو پر جلبولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو پر رامنځته کولو بحث کړی دی.

هاشمي د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ، د تخنیکي پوهې د لېږد او صنعتي تخصصونو د شریکولو لپاره د روسي متخصصانو د استولو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د فعالو سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو نوملړونه سره تبادله کړي.

د دغې لیدنې پر مهال ژیرنوف ویلي؛ د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګرۍ مثبته وده کړې، خو اوس هم د خپل بشپړ ظرفیت تر کچې نه‌ده رسېدلې. هغه د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو او د عملي اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د روسیې سفیر ژمنه کړې، چې د افغانستان د پانګونې فرصتونه او سترې اقتصادي پروژې به روسي سوداګرو او پانګوالو ته معرفي کړي او په نړیوالو کنفرانسونو او اقتصادي غونډو کې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ پیاوړې اړیکې به د افغانستان او روسیې د پراخو اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version