Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا د لنډ مهال اوربند غوښتنه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-10-14-16h33m00s65

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا د جګړې له ښکېلو خواوو د  لنډ مهال اوربند غوښتنه وکړه.

دغه شورا د دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیل غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي، چې په خپلو دریځونو کې نرمښت وښیي.

د دې شورا د رهبرۍ غړي د روانې جګړي له کبله د خلکو بی کوره کیدو او د امنیتي ستو نزو زیاتیدو اند یښمن کړي  دي.

د افغانستان  د سولې او ژغورنې شورا غړی وسی فریور په دې باور دی، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته د بهرنیو استخباراتي کړ يو له خوا ببوزي وهل کیږي او  په دې کې د افغانستان آزا دي  تر پو ښتنې لاندې راځي.

 د افغانستان د سولي او ژغورنې شورا رییس ګل رحمان قاضي وا يي، د د واړو لوریو له خوا سولې ته را تګ  د هېواد اوسنۍ  ستونزې  د حل یوا زني لار ده.

د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې  د حزب اسلامې غړی نقیب الله هاشمي وايي، کابل ته د حکمتیار په راتګ به  د طالبارنو ځینې ډ لې  د سولي  له بهیر سره یو ځای شي.

سره له دې، چې په هېواد کې د سولي د لمر د غوړیدا او په افغانستان کې  د جګړي د پایته رسیدو هیڅ څرک نشته او وسلوال طالبان اوس هم د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې جګړه پرمخ وړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!