1393ټاكنې
د افغانستان د سیاسي ناندریو د حل لپاره ملي وحدت حکومت ته ډېره اړتیا ده- یان کوبیش
د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی وایي، د افغانستان د سیاسي ناندریو د حل لپاره ملي وحدت حکومت ته ډېره اړتیا ده.
د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی یان کوبیش¸چې تېره ورځ یې د ملگرو ملتونو ټولنې ته ویدیوي گزارش ورکاوه گواښ وکړ، چې:
د ولسمشرۍ نوماندان باید په دوه –درې ورځو کې سیاسي هوکړې ته ورسیږي، چې هېواد له بحرانه وژغوري.
د رویترز د گزارش پر بنسټ یان کو بیش امنیت شورا ته وویل، چې که دواړه نوماندان د پایو له اعلام مخکې سیاسي هوکړې ته ونه رسیږي؛ د نښتو نوي هڅوونکي به رامنځته شي او ناامنۍ ته به لمن ووهي.
نوموړي همدا راز ویلي ، چې ملي وحدت حکومت به د میلیاردونه دالرو مرسته ډاډمنه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۷) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خپله پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استولې او د ټا کنو خپلواک کمیسیون هم د پایلو د اعلام ډاډ څرگند کړی دی.