سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز کې یوه لرغونې سیمه وموندل شوه
د لوګر ولايتي چارواکو ويلي، د دغه ولايت مرکز پل علم ښار ته څېرمه يې يوه لرغونې سیمه موندلې ده.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم د دوشنبې پر شپه رسنیو ته ویلي، چې دغه ځای د پل علم ښار په سپیز سیمه کې را څرګند شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه لرغونې سیمه د اسلامي دورې (۶۲۲ – ۱۲۵۸) کلونو پورې اړه لري.
هغه وایي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لرغونپوهانو یې په اړه څېړنې پیل ې دي. دسیمې اړوند ځايي اوسیدونکیو د دغه ځاى له موندلو وروسته دغه ریاست ته خبر ورکړی دی.
رفیع الله صميم دغه راز يادونه کړې، چې د وزارت لخوا د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره لازم تدابير نيول شوي دي.
د لوګر ولایت ډېر تاریخي او لرغوني آثار لري، چې سلګونه کاله لرغوني دي؛ د مس عینک سیمه د اسلام د محمدي شریعت څخه مخکې د بودايي دورې په نوم یادېږي، چې زیات شمېر تاریخي او لرغوني آثار لري.
