تازه خبرونه
د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ به په امریکا کې ګنګل پاتې کیږي – جو بایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې اتلسمه) ویلي؛ په افغانستان کې د بشري ناورین او له هغه څخه د رامنځته شوي ګواښ په اړه د ۱۴۰۶۴ نمبر اجرائیوي فرمان د ۲۰۲۴ ز. کال د فبرورۍ له ۱۱ نېټې وروسته هم د اجرا وړ وي.
دا فرمان د ۲۰۲۲ د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه خپور شوی و او د افغانستان بانک ګنګل شوې شتمنۍ رانغاړي.
د امریکا د بېړنیو برخو د قانون له مخې، دا ډول فرمانونه د وخت پر تېرېدو پهخپله لغوه کېږي؛ خو که ولسمشر یې له یو کال تېرېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د فدرال په جریدې کې د تطبیق دوام خپور کړي او کانګرس ته یې په اړه معلومات ورکړي، بیا نه لغو کېږي.
جوبایډن ویلی دي، چې د افغانستان د ځانګړیو شتمنیو ساتل د دغو بېړنیو حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي. د امریکا مالي تاسیسات د افغانستان بانک دا شتمنۍ ساتي.
دا په داسې حال ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ په کابل کې د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ نوښت غونډې ته یو ځل بیا له امریکا څخه وغوښتل، چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني آزاده کړي.
د سپینۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، چې معیشتي حمایت، اوبو، روغتیا، حفظ الصحې، سرپنا او د غذايي مصونیت په برخو کې د افغانانو بېړنۍ اړتیا او همدغه راز بشري بحران او د اقتصادي سقوط احتمال هغه غیر عادي ګواښونه دي، چې د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یې فوق العاده ګواښ متوجه کړی دی.
بایډن ویلي دي، چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو په ګډون بېلا بېل اړخونه د افغانستان بانک پر دغو شتمنیو حقوقي ادعاوې لري او یا یې د حقوقي ادعا د کولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېته په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، امریکا د افغانستان بانک څه باندې ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې، چې د طالبانو( اسلامي امارت) لاسونو ته ورنهشي.
له دغو شتمنیو څخه یې اووه میلیارد د فدرال په زیرمو کې ساتل کیږي، چې بیا یې ۳.۵ میلیارد په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته ولېږدولې.
جوبایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د فبرورۍ پر ۱۱ نېته د ګنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو کارولو ته اجازه ورکړه او پاتې برخه یې په امریکا کې ګنګل ده.
تېرکال په امریکا کې یوې محکمې پرېکړه وکړ، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیانو د کورنیو غړي د دغو ګنګل شویو شتمنیو مستحق نهدي.