تازه خبرونه

د افغانستان د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰ زره ډالرو بډو اخیستو پر تور نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۸, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت عمومي ریاست او د لوی څارنوال دفتر د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۸) تائید کړه، چې د بلخ ولایت په حیرتان ښار کې د مشرانو جرګې درې غړي د بډو اخیستو پر تور نیول شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ استازيو په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۷) د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د مشرانو جرګې درې غړي  د ۴۰۰۰۰ امریکایي ډالرو د رشوت اخیستو پر تور نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي.

دوی ویلي، چې پدې اړه نورې پلټنې هم روانې دي.

د دوشنبې پر ورځ د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي په مزارشريف کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې د هېواد د مشرانو جرګې درې کسيز پلاوی، چې د عوايدو د دفترونو د تفتيش لپاره دې ولايت ته راغلی و؛ د بډو اخيستو پر تور نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې د پارلمان د غړیو په اړه په فساد کې د ښکېلتیا تورونه هم خپاره شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د پارلمان غړي نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني د یوې راډیوي مرکې پر مهال ویلي وه، چې ځینې وکیلان پر اداري فساد تورن دي.

تېره میاشت د اداري فساد په اړه د ملګرو ملتونو یو انلاین کنفرانس ته د څرګندونو پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ځینې وکیلان پر فساد تورن کړل؛ خو په ​​دې اړه یې له نوم اخیستو ډډه کړې ده.

په افغانستان کې اداري فساد یو له سترو ننګونو پاتې شوی، چې حکومتي چارواکو په ځلونو تائید کړی او ټولې ادارې په کې ښکېلې ګڼل شوې دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې د هېواد د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې له مخې، د پېښې په اړه مشرانو جرګې ته هم  لیکلی خبر ورکړ شوی دی.

د افغانستان مشرانو جرګې تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version