سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د ملي مشاركت گوند لاريون وكړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي مشاركت گوند په مشرۍ په افغانستان كې د افغان مخورو او جهادي مشرانو د زنځيري وژنو، د پاكستان له خاورې څخه په افغانستان د توغنديزو بريدونو او له ترهگرو څخه د آى ايس آى د ملاتړ په غبرگون لاريون وكړ. لاريونوالو يو ځل بيا د يوه پريكړه ليك په صادرولو سره د افغانستان په كورنېو چارو كې د پاكستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وكړه.

دغه لاريون چې د افغانستان د ملي مشاركت ګوند له خوا د يكشنبې په ورځ د كابل ښار د نوي ښار څخه پېل او د زمبق په څلور لارې كې پاى ته ورسيد. لاريونكونكو د مرگ پر (ISI)او مرگ پر پاكستان د شعارونو په وركولو په افغانستان كې د تاوتريخوالي د زياتيدو اصلي لامل د پاكستان استخباراتي اداره يانې (ISI) او د دې هيواد پوځ وباله. لاريونوالو دغه راز په كنړ، خوست او له پاكستان سره په ګډو پولو كې د پاكستاني پوځ د توغنديزو بريدونو د بنديدو غوښتنه وكړه. د دوى په وېنا، په افغانستان كې د زنځيري وژنو او هر ډول ترهګريزو بريدونو تر شا د پاكستان په ځانگړې توگه د (ISI) لاس دى.

د افغانستان د ملي مشاركت گوند مشر  نجيب الله كابلۍ وايي:

د افغانستان دښمنان په پام كې لري چې افغانان سره جلا كړي  . اوده د يوه پريكړه ليك په صادرولو سره له ملگرو ملتونو او ائيتلافي ځواكونو وغوښتل چې بايد د افغانستان د پولو په ساتنه او په سيمه كې د تروريزم د له منځه وړلو په برخه جدي هڅې وكړي او نړېوالو او افغانانو ته ځواب وركوونكي اووسي. دوى وايي، د تروريزم جرړې د پاكستان په نظام كې دي او له  همدې هيواده د (ISI) په ملاتړ په افغانستان او سيمه كې ترسره كيږي، خو نړيوالې ټولنې يې پر وړاندې چوپتيا غوره كړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې پدې وروستيو كې په كابل كې د ترهگريزو بريدونو مسووله د حقاني شبكه بلل شوې او د يو شمير امريكايي چارواكو په وينا، د پاكستان (ISI) د دغې شبكې ملاتړې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version