تازه خبرونه

د افغانستان د ملي موزیم آثار د یوه ملت روح دی – انډریکا راټواټه

د افغانستان ملي موزیم په ۱۹۱۹ کال کې تاسیس شوی، چې د تاریخي آثارو یوه بډایه ټولګه په کې راټوله ده. دا ټولګه د افغانستان د تاریخ او تمدن د زرګونو کلونو استازیتوب کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی انډریکا راټواټه د سې شنبې پر ورځ د افغانستان له ملي موزیم څخه، چې د ارزښتناکو کلتوري میراث یو مرکز دي؛ لیدنه وکړه.

د افغانستان ملي موزیم په ۱۹۱۹ کال کې تاسیس شوی، چې د تاریخي آثارو یوه بډایه ټولګه په کې راټوله ده. دا ټولګه د افغانستان د تاریخ او تمدن د زرګونو کلونو استازیتوب کوي.

راتواټه د خپلې لیدنې پرمهال ویلي؛ “دا ټولګه د جګړې، جلاوطنۍ او ویجاړۍ د تلپاتي هنري ځواک یادونه ده. دا آثار یوازې توکي ندي، بلکې د یو ملت روح دی، چې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کیږي.”

سره له دې، چې په لسیزو جګړو کې له پراخ زیان او لوټ سره مخ شوي؛ خو د موزیم د بیارغونې بهیر پر بریالیتوب بشپړ شوی او اوس د افغانستان د کلتوري او تاریخي هویت په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

په موزیم کې له غوره آثارو څخه یوناني- باختري سکې، بودايي پژې، اسلامي خطي نسخې او لاسي صنایع د یادونې وړ دي. د دې آثارو هر یو د افغانانو کلتوري بډایتوب، هنر او د افغانستان د خلکو د ټینګ روح ښکارندويي کوي.

د یوناما چارواکو دا لیدنه د ملګرو ملتونو د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه د افغانستان د کلتوري میراث له ساتنې ملاتړ دی او د هېواد د تاریخ او کلتوري هویت د ساتنې د نړیوالې اړتیا نښه ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version