تازه خبرونه

د افغانستان د نظام او اقتصادي سقوط مخه دې ونیول شي – خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۰)

خلیلزاد له سي ان ان سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې که د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ شي؛ نو نظام به یې هم له منځه ولاړ شي.

هغه  ټینګار کړی، چې د افغانستان د اقتصادي سقوط او نظام د نسکوریدو مخه باید ونیول شي او د افغانستان خلک باید د دوحې د تړون قرباني نشي.

خلیلزاد زیاته کړې: ډېر ښه! اوسمهال په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی…. زه فکر کوم، چې د افغانستان خلک باید د طالبانو، نړیوالې ټولنې او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې قرباني نشي.

زلمی خلیلزاد ټینګار کوي، چې امریکا په افغانستان کې جګړه بایللې وه او له وتلو پرته یې بله چاره نلرله.

هغه ویلي؛ طالبان خپله اجنډا او امریکا او نړیواله ټولنه خپلې غوښتنې لري. زما په اند تر ټولو ښه لار د طالبانو لپاره دا ده، چې د دوحې له هوکړې سره سم عمل وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د روان بحران پای ته رسیدل د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا په یو لړ شرایطو پورې تړل شوي؛ خو خلیلزاد وايي، له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره اړینه ده، چې امریکا او اسلامي امارت د خبرو یو نوی ور پرانیزي.

خلیلزاد وایي: زه فکر کوم، چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره باید ټول اړخونه؛ (اسلامي امارت) نړیواله ټولنه او د امریکا متحده ایالات له یو بل سره خبرې وکړي، څو د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر او د دوحې تړون پلی شي.

د امریکا د سولی پخوانی استازی په داسې حال کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه څرګندونې کوي چې ډیري افغانان، د امریکا او نړیوالې ټولنې چارواکي او مسوولین زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په ماموریت کې پر ناکامۍ تورنوي او نوموړی په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو ګرم او ملامت بولي.

Trending

Exit mobile version