سوداگري
د افغانستان د نفت او ګاز د زېرمو یوه برخه داوطلبۍ ته وړادې کیږي – د کانونو وزیر
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې پر ورځ ( د غویی درویشتمه) په خپل کاري دفتر کې د یوه چینايي شرکت له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې ډېر ژر به د هېواد د نفت او ګاز د زیرمو یوه برخه اعلان ته وړاندې کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د چینايي کمپنۍ مسوولینو د افغانستان د کاني زیرمو په ځانګړي توګه د نفتو او ګازو په زیرمو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پترولیم وزیر د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د بهرنیو شرکتونو له لیوالتیا هرکلي کړی او په دې اړه څرګندوي: افغانستان د نفت او ګازو بډایه زېرمې لري او د کانونو او پترولیم وزارت به ډېر ژر د هېواد د نفت او ګازو د زیرمو یوه برخه اعلان ته وړاندې کړي.
دغه راز شهاب الدین دلاور ویلي، د افغانستان د کاني زیرمو لیوال پانګوال کولی شي په قانوني ډول د کانونو او پترولیم وزارت په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.