تازه خبرونه

د افغانستان د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو پرته ستونزې نه حل کیږي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۰)

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ د افغانستان نوی حکومت دې پر رسمیت وپېژندل شي او نړۍ ته دا پیغام وړاندې شوی، چې له دې کار پرته به د افغانستان ستونزې حل نشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د افغانستان نوی دولت دې هم له نړیوالو غوښتنو سره سم پیاوړي ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې انقره هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان د نوي دولت په رسمیت پېژندلو کې بېړه نکوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي: چارسمبالی حکومت اړ دی، چې که د نړیوالې ټولنې لخوا رسمیت پېژندنه غواړي؛ نو د ټولګډونه کېدو په اړه دې اړین ګامونه پورته کړي. که څه هم مثبت ګامونه پورته شوي؛ خو بسنه نکوي او غزول شوي ندي. مونږ غواړو په دې اړه نور ګامونه هم واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه کې بیړه نکوو. مونږ هم لکه نور هېوادونه په تمه یوو، چې په دې اړه نور ګامونه هم پورته شي، چې د نړیوال مشروعیت زمینه ورته برابره شي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند انتالیا ته د افغان پلاوي سفر له لاسته راوړنږ ډک بولي او وایي، چې په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو استازي وهڅول شول، چې له افغانستان سره ډیپلړماټیکې اړیکې خوندي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version