تازه خبرونه
د افغانستان د وروستۍ زلزلې د ځاني زیان شمېر ۵۸۴۵ کسانو ته ورسېد
حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د کونړ ولایت په نورګل، مزار دره، چپه دره او مانوګي ولسوالیو کې د لټون او ژغورنې عملیات اوس هم روان دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي: ” تر دې دمه د سلګونو مړو جسدونه د کورونو له کنډوالو را ایستل شوي؛ د مړو ټول شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو هغه ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.”
حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د کونړ ولایت په نورګل، مزار دره، چپه دره او مانوګي ولسوالیو کې د لټون او ژغورنې عملیات اوس هم روان دي.
د فطرت د څرګندونو له مخې؛ د زیانمنو شویو سیمو د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي او په بېلابېلو ځایونو کې د خلکو لپاره خېمې لګېدلې دي.
ویل کیږي، چې له اغېزمنو کورنیو څخه د ملاتړ لپاره د لومړنیو او بېړنیو بشري مرستو بهیر اوس هم روان دی.