سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو ټاكنز کمپاین پيل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو ټاكنو کمپاین د پنجشنبې شپې پر (۱۲:۰۰) بجو په رسمي توگه پيل شو.

د دوه يم پړاو ټاكنو كمپاين به د غبرگولي تر ۲۱ دوام كوي او د همدې مياشتې په ۲۴ به ټاكنې تر سره كيږي او ټاكنيز كمپاينونه به له ټاكنو اته څلويښت ساعته مخكې پاى ته رسيږي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، د دوه يم پړاو ټاكنو لپاره پېنځلس میلیون رایې پاڼې چاپ شوې دي او د دې ترڅنگ د محلونو شمېر هم ۲۴ زره ته پورته شوى دى.

په تېرو ټاکنو کې د رایې اچونې شاوخوا نونلس زره محلونه ول، چې په ځینو سیمو کې د رایو اچوونکيو لپاره کافی ونه بلل شول او د دې تر څنگ په ځینو سیمو کې له ټاکلې نېټې مخکې رایې پاڼې خلاصې شوې وې.

ښاغلی نور وايي، له دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه غوښتل شوي، چې پېنځه وېشت زره نوي ناظرین وروپېژني، چې د رایې اچونې له پیل څخه تر پایه ټولې چارې په سم او دقیق ډول وڅاري.

Trending

Exit mobile version