سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنې هېڅكله د اساسي قانون پر خلاف په بل وخت كې نه شي كېداى
د افغانستان د اساسي قانون پر تطبيق د څار كميسيون د دې مطلب په څرگندولو سره وايي، د ولسمشرى ټاكنې به د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مهالوېش له مخې كېږي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ۱۳۹۳ كال د وري مياشتي شپاړسمه نېټه د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو نېټه ټاكلي، چې له امله يې يو شمېر غبرگونونه را پارېدلي دي.
يو شمېر سياسي گوندونو او ملي شورا په يو شمېر سيمو كې د يخې هوا له كبله دا ڼېټه سمه نه بولي او د بدلون غوښتنه يې كوي، خو د اساسي قانون پر پلي كېدو د څارنې د كميسيون رئيس گل الرحمن قاضي د يو شمېر سياسي گوندونو او د ملي شورا د يو شمېر غړو د دغې غوښتنې په غبرگون كې ويلي، چې د دوى دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده او هېڅ كله به هم پر ځاى نه شي.
نوموړى همدا راز د افغانستان له وگړو څخه غواړي، چې په هر ډول شرايطو كې د راى اچونې لپاره د رايې وركولو مركزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته راېه وركړي تر څو په افغانستان كې قانون ته د سر اېښودو او ديموكراسې كلتور دود شي.
كه څه هم را تلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته شاوخوا شپاړس مېاشتې پاته دي، خو سر له اوسه يو شمېر سياسي گوندونو او سياسي څېرو په دغو ټاكنو كې د شتون له پاره چمتوالى پېل كړى دى.
مشرانو جرگې هم د چهار شنبې په ورځ ( د ليندى ۱ ) د څو ورځو بحثونو وروسته د ټاكنو د كميسيون د تشكيل، دندو او صلاحيتونو طرحه تصويب كړه.