تازه خبرونه
د افغانستان د وګړیو یو پر درېیمه برخه د خواړو خوندیتوب نلري
د افغانستان حکومت، د خواړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ټولنې په ګډه څرګندونه کې راغلي، چې د افغانستان د وګړیو یو پر درېیمه برخه د خواړو خوندیتوب نلري.
راپورزیاته کړې؛ د کرونا ویروس خپریدل، وسلوالې نښتې، د خوراکي توکو لوړې بیې، بېکاري، د عایداتو کمېدل او د اقلیم بدلون، چې وچکالۍ یې رامنځته کړې؛ د خواړو د نه خوندیتوب عوامل ګڼل شوي دي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر انوارالحق احدي ویلي: مونږ پر زیان منونکي خلکو د کرونا ویروس د منفي اغېزو کمولو ته ډېر پام رااړولی او توانیدلي یو، چې دا شمېر یې له ۴۲ څخه ۳۵ ته راټیټ کړو. دا یوه لاسته راوړنه ده؛ خو زمونږ پر اند افغانستان لوږه لري.
نوموړي زیاته کړې: زمونږ د خلکو یو پر درېیمه برخه خپلو کورنیو ته د خواړو د برابرولو هڅې کوي. مونږ باید په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموو. په ځانګړي توګه د وچکالۍ ستونزه، چې راپاریدلې او حکومت چمتو دی، چې له دې وچکالۍ سره مبارزه وکړي.
د خواړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ټولنې خبرداری ورکړی، چې شته سرچینې مو له دې ستونزې سره مبارزې ته د ډاډ وړ ندي.
په افغانستان کې د ډبلیو اف پي استازې مري الن مک ګروټي ویلي؛ په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي او اوس له دوه یمې وچکالۍ سره مخ دي. یوه بوجۍ اوړه د تېرو څلور کلونو پر پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې او دندې خورا ډېرې لږ دي.
هغې زیاته کړې: بې حاصله فصل راروان دی او دا به ستونزمنه وي. مونږ باید عمل وکړو، خواړه باید د خلکو کورونو ته نږدې کړو. د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوی لپاره، چې له دې ستونزې سره مخ دي؛ هڅې وکړو.
د راپور له مخې، د بشري سازمانونو د بودجې لږوالی به هم ننګونه وي.
په راپورکې څرګنده شوې، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې د خواړو خوندیتوب به خراب شي، چې ورسره به د اړمنو خلکو شمېر ډېر شي.
د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ټولنې استازي راجندرا آریال ویلي: د دې پروژې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره باید دا دوه شیان په پام کې ونیسو؛ لومړی دا، چې دا شننه د وچکالۍ له احساس مخکې ترسره شوی ده. دوه یم دا، چې د وړاندوینې موده د فصل د راټولونې سره همهاله پیل شوې. د باران او واورې نشتوالي کرنه او مالداري اغېزمنه کړې او د خواړو نه خوندیتوب یې رامنځته کړی دی.
دغه راز ویل شوي: دا ارقام په حقیقت کې د کرنې او مالدارۍ پر سکتور د اغېز کمولو لپاره بیړنۍ غوښتنه ده او د خلکو د کلیو پریښودو او په ښارونو کې د میشته کیدو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ټولنې ویلي، چې وچکالي د افغانستان په ۲۵ ولاتیتونو کې پېښیږي او ښایي په ۲۰۲۱ کال کې پر کرنه او مالدارۍ اغېزه وکړي.
د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ټولنې ویلي؛ په افغانستان کې د غنمو تولید سلنه۱۶ راټیټ شوی او په ۱۸ ولایتونو کې د څارویو پالنه ۳۰ سلنه اغېزمنه شوې ده.
