سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د پارلمان يوه پلاوي امريكا ته سفر كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان پارلماني پلاوى په هغه پروگرام كې برخه اخلي، چې د پارلمانونو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر جوړ شوى دى.

په پام كې ده، چې دا پلاوى په افغانستان كې د روانو حالاتو په اړه له امريكايي چارواكو او د  كانگرس له غړيو سره هم و گوري .

د افغانستان د پارلمان دغه پلاوى د نړيوال بانك او د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په بلنه امريكا ته سفركړى دى.

د دې پلاوي د سفر موخه د بوديجې او مالياتو په برخه كې د تجربو شريكول او د روزنيزو پروگرامونو له لارې د وړتياوو لوړول گڼل شوي دي.

نوموړى پلاوى به د امريكا د كانگرس د كميسيونو له استازيو سره هم  وگوري او د نشه يي توكو، بې كارۍ، نا امنۍ او امنيتي ستونزو په اړه به ورسره خبرې وكړي.

د امريكا د كانگرس چارواكو له دې پلاوي سره په خبرو كې ټينگاركړى، چې:

د ۱۹۹۰ع كال په شان به په افغانستان كې خپله تېروتنه تكرار نه كړي.

په پام كې ده، چې د افغانستان د پارلمان دا پلاوى د نړيوال بانك له چارواكو سره هم وګوري او د افغانستان د ماليي وزارت او نړيوال بانك ترمنځ د رامنځ ته شوې ستونزې لپاره د حل لارې چارې ولټوي.

دا كسان له امريكايي چارواكو سره د كتنو پايلې مثبتې گڼي.

دا پلاوى نيويارك ښار ته هم سفر وكړي او له امريكايي چارواكوسره به وگوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version