سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونيز نصاب كې به بريل خط شامل شي
د پوهنې وزارت په پام كي لري، چي د سويدن كميتي په همكارۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو كي هغه يوميليون كسانو ته د زده كړې زمينه برابره كړي، چې د معلوليت په شمول د بېلابېلو ستونزو له كبله له زده كړې پاتې دي.
چارواكي زياتوي، دا كسان د ړندو او كڼو په شمول په ۱۲ بېلابېلو كتگوريو وېشل شوي دي.
د دغه وزارت تدريسي مرستيال غلام جيلاني همايون د معلوليت لرونكيو وگړيو لپاره د عام شموله زده كړو په كنفرانس كي وويل، چې:
په پيل كې به اتلس سوه ښوونكيو ته روزنه وركړ شي.
ښاغلى جيلاني زياتوي:
له زده كړې څخه په پاتې كسانو كې تر ۳۰۰ پورې هغه كسان هم راځي، چې ليدل نه شي كولى او يا هم كاڼه دي.
هغه ټينگار وكړ، چې د دغه پروگرام لپاره تگلاره جوړه شوې ده.
د افغانستان لپاره د سويدن كميتي رييس محمد امين قانت وايي، چې دې كميتې تر اوسه په ديارلس ولايتونو كي ۳ زره معلولينو ته د لومړنيو زده كړو زمينه برابره كړې، چي له دي جملي څخه يې ۱۵۰۰ تنه په بريل خط او اشاري ژبه زده كړې كوي.
ښاغلى قانت زياتوي، د پوهنې له وزارت سره به د معلولو وگړيو د ظرفيتونو په لوړولو كي پوره هڅې وشي.
د سويدن كميته په ډاگه كوي، چې د هېواد په څلور ولايتونو( هرات، ننگرهار، بلخ او تخار) كي د بريل خط څلور مركزونه فعاليت كوي.
د يادونې وړ ده، چې بريل خط له ټكو جوړ شوى او هغه كسان پرې ليك او لوست كوي، چې سترگې يې ديد نه لري او يا هم ړانده دي.
سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
-
نړۍ4 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی18 hours agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoد ملي امنیت په تامین کې د ځانګړو پولیسو هڅې وستایل شوې

