تازه خبرونه

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب الله تره کی ومړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان د کرکت ۲۹ کلن لوبغاړی، څو ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې له سړکه د تېریدو پرمهال له یو بل موتر سره له لګیدو وروسته سخت ټپي شوی و.

که څه هم د ارواښاد تره کي جراحي بریالۍ تر سره شوې وه؛ خو له څو ورځو راپدیخوا په کوما کې و او تېره شپه له ورپېښو ټپونو ومړ.

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې: د افغانستان کرکت بورد او د کرکت مینه وال د توپوهونکي جانکا پر مړینه ژوره خواشیني ښیي او ټول یې خواشیني کړي دي.

ارواښاد تېر کال د کرکت په شپږیزه سیالیو کې د سپین غر لوبډله ښه وځلوله او تېره میاشت یې له میس عینک لپاره ښه لوبه وکړه.

Trending

Exit mobile version