تازه خبرونه
د افغانستان د کلیوالي ټولنو د خوړو خوندیتوب او معیشت د ښه کولو لپاره ۱۰ میاشتنی پروګرام پیل شو
د پروګرام له مخې، په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۱ زره څخه ډېرې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې (FAO) د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د خوړو خوندیتوب او معیشت ښه کولو لپاره د انګلستان لهخوا تمویل شوی ۱۰ میلیون پونډه پروګرام په کلیوالي ټولنو کې د اقلیمي او اقتصادي زیانونو سره د مقابلې لپاره پیل شوی دی.
د پروګرام له مخې، په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۱ زره څخه ډېرې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.
د کرنې وزارت د دې پروګرام له پیل هرکلی کوي او وايي، چې؛ دا ډول پروګرامونه به دندې رامنځته کړي او کرنیز تولید به ورسره زیات شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې (FAO) ویلي، چې د انګلستان حکومت په افغانستان کې د ملاتړ پروګرام پیل کړی، چې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې د دې پروګرام موخه د خوړو خوندیتوب پیاوړی کول، د کلیوالي ژوند ښه کول او د اقلیمي بدلون او اقتصادي زینونو پر وړاندې د افغانانو د ژوندانه ښه کول دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: ” د کرنې د معیشت پروژه به د راتلونکو لس میاشتو لپاره د افغانستان د ټولو اته سیمو په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۱ زره څخه زیاتو کورنیو ته خدمتونه وړاندې کړي. دا پروژه به بزګرانو، شپنو او بې ځمکې کارګرانو ته لومړیتوب ورکړي. په ځانګړي توګه د کونډو او د ښځو پر مشرۍ کورنیو به راوڅرخیږي. دا پروژه د انګلستان لهخوا په سخاوتمندانه توګه تمویل کیږي، چې په افغان ټولنو کې د دوامداره او مساوي کرنې او معیشت ښهوالي ته وده ورکړي.”
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې ویلي، چې په لومړي کال کې دا پروژه به د کروندګرو له کورنیو سره د غنمو او لبنیاتو تولید ښه کولو، د اوبو لګولو سیسټمونو بیارغولو او کیفیت لرونکي تخمونو ته د لاسرسي په پراخولو کې مرسته وکړي.
دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ژوند د ښهوالي او پیاوړتیا په موخه د پروژو له پلي کولو هرکلی کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمدکاظم وايي، چې دا پروګرامونه د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو سربېره، د کرنې تولید هم زیاتوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ويلي، چې دا پروګرامونه د کورنیو د اقتصادي ودې او د افغانانو د ژوند د ښهوالي په برخه کې مهم رول لوبوي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ ښځې به په دې پروژه کې د ځانګړي ملاتړ؛ لکه د چرګانو د فارمونو کڅوړو، د څارویو روزنې او د لبنیاتو بازارونو ته د لاسرسي په ترلاسه کولو سره مهم رول ولوبوي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کرنې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ پورې یې په دې برخه کې له ۳۰ میلیون څخه زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده.
تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ
هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي آرشیف رییس عبیدالله حنیف او د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رییس محمد شفیق احمدزي د اسلامي خطي نسخو په اړه د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او فرهنګ بنسټ (آیسسکو) په انلاین علمي غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه د آیسسکو د هنري لیکنې او خطي نسخو مرکز لهخوا د « په نړۍ کې اسلامي نسخې » تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې د مالي هېواد د خطي نسخو وضعیت او د دې فرهنګي میراث د ساتنې او خوندي کولو د لارو چارو پر ارزونه راڅرخېدلې ده.
د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ22 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
