Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیايي سیسټم د اندېښنې وړ دی – اوچا

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د هېواد روغتیايي سیسټم د سقوط په حال کې دی او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

دغه بنسټ د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د بندیزونو او خنډونو زیاتوالی یو له هغو عواملو ګڼي، چې په تېرو درېو کلونو کې یې دغه کړکېچ نور هم پیاوړی کړی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان یوازې په ۲۰۲۲ ز. کال کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

اوچا د بانکدارۍ په سکټور کې د ګډوډۍ او د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو د ناڅاپه ځنډ له کبله رامنځته شوی سخت اقتصادي زوال، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د کچې لوړوالی، بېېوزلي او وچکالي په هېواد کې د اوسني بحران د نورو عواملو په توګه یاد کړل.

په دې شننه کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې اسلامي امارت له ۳۹۲ اوامرو څخه ۷۱ یې په بشردوستانه چارو کې د افغان ښځو ګډون په مستقیمه توګه پر نښه کړی دی.

اوچا وايي، چې د اسلامي امارت دغو لارښوونو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د پام وړ ننګونې رامنځته کړې دي.

په دې شننه کې راغلي، چې د مرسته کوونکیو هېوادونو لخوا د بودجې کمېدا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د اوسنيو بشري فعاليتونو ساتل ناشوني کړي.

دا په تاسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه یاده کړې ده.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!