تازه خبرونه

د افغانستان روغتیا وزارت چارسمبالی ایران ته ولاړ

په کابل کې د ایران سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې په ایکس پاڼه کې خپره شوې د سفر موخه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ طبي او روغتیایي اړوند همکاریو پیاوړتیا ده. په هرحال سفارت د سفر د اجنډا یا وخت په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت چارسمبالی نور جلال جلالي نن سهار (د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي نولسمه) د روغتیایي دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره ایران ته ولاړ.

په کابل کې د ایران سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې په ایکس پاڼه کې خپره شوې د سفر موخه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ طبي او روغتیایي اړوند همکاریو پیاوړتیا ده. په هرحال سفارت د سفر د اجنډا یا وخت په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت تر اوسه د سفر په اړه رسمي بیان ندی خپور کړی.

په هر حال د نورجلال جلالي او د ایران د سفیر علیرضا بیکدلي ترمنځ په یوه پخوانۍ غونډه کې تهران په افغانستان کې د روغتیایي سکټور ملاتړ ته د دوام ورکولو ژمنه تکرار کړه.

دغه راز ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د جلالي د سفر یوه مهمه برخه په تهران کې د ایران په نړیوال روغتیا نندارتون کې ګډون دی.

راپورونه ښيي، چې د افغانستان د حکومت استازي، د خصوصي سکټور د استازو په ګدون د روغتونونو مدیران او درمل جوړونکي او واردونکي د ۱۲۰ کسیز نړیوال پلاوي د یوې برخې په توګه په نندارتون کې ګډون کوي.

تمه ده، چې افغان پلاوی به له ایراني شرکتونو سره، چې پر طبي تجهیزاتو، درملو او لابراتوار ټکنالوژیو کې تخصص لري او همدارنګه له اړوند حکومتي چارواکو سره دوه اړخیزې غونډې وکړي.

Trending

Exit mobile version