تازه خبرونه

د افغانستان سفارت فرهنګي اتشې د مسکو په درې ورځني« د نړۍ رنګونه» نندارتون کې ګډون وکړ

دغه نندارتون د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري د ترتیاکوف ګالرۍ په ودانۍ کې جوړ شوی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دولتي پروتوکول د څانګې او د دغه هېواد د فرهنګ وزارت  پر ملاتړ او همکارۍ پرانیستل شوی دی.

Published

on

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت فرهنګي اتشې فضل‌الهادي حمزه د بهرنیو ډیپلوماټانو د هنري او خلاقه آثارو په « د نړۍ رنګونه» نومي نندارتون کې ګډون وکړ.

دغه نندارتون د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري د ترتیاکوف ګالرۍ په ودانۍ کې جوړ شوی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دولتي پروتوکول د څانګې او د دغه هېواد د فرهنګ وزارت  پر ملاتړ او همکارۍ پرانیستل شوی دی.

یاد نندارتون د دوه‌یم پرله‌پسې کال لپاره د «انټر‌موزیم» نړیوال فسټیوال په چوکاټ کې جوړېږي او د درې ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

په دې نندارتون کې روسیې مېشتي افغان انځورګر ذبیح پیکان هم خپل هنري آثار نندارې ته وړاندې کړل، چې د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شول. د نندارتون مسوولانو د دغه افغان هنرمند آثار د غوره آثارو په توګه وستایل.

ذبیح پیکان د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د فرهنګي اتشې له‌خوا په دې نندارتون کې د ګډون لپاره ورپېژندل شوی و.

Trending

Exit mobile version