تازه خبرونه

د افغانستان سولې پاکستان له وېرې سره مخ کړی – آصف درانی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د زرګونه غړیو د شتون د ادعا تر څنګ ویلي، چې په ګاونډ هېواد افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره یو وېروونکی خوب دی.

نوموړي له Ambassadors’ Lounge سره په مرکه کې ویلي؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره غړي شته، چې د کورنیو شمېر یې له ۶۰ زره تر ۶۲ زره پورې رسیږي.

د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې افغانان ښکېل دي.

هغه زیاته کړې: داسې نه، چې د افغانستان مشرتابه دې ته اجازه ورکوي. په افغانستان او مونږ کې ځینې ځوانان شته، چې غولول یې اسانه دي.

آصف دراني ویلي: په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره پر وېروونکي خوب بدله شوې؛ ځکه هغو کسانو، چې په افغانستان کې پناه اخیستې دا بریدونه کوي. لکه څنګه، چې د پاکستان لومړي وزیر ورته نغوته کړې؛ له هغه وخت راپدیخوا، چې طالبان (اسلامي امارت) واک ته رسېدلي په پاکستان کې وسلوالې نښتې ۶۵ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت باید تحریک طالبان پاکستان کنترول او بې‌وسلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ هیچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه اعلامیه کې ویلي: د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امنیتي ننګونو د مخنیوي مسوولیت نه‌لري. دوی باید خپلې داخلي ستونزې پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان ور ونه‌تپي. دا حقیقت، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، د دې لامل نه‌شي کېدی، چې د پاکستان د ناامنۍ تر شا مونږ یوو. په افغانستان کې وسلې خوندي دي او د چا لاس ته نه‌دي رسېدلي؛ د وسلو قاچاق منع دی او د هر ډول ناروا عمل مخه نیول کېږي. به د بل هېواد د امنیت پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ورنه‌کړي.

Trending

Exit mobile version