Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان سولې پاکستان له وېرې سره مخ کړی – آصف درانی

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د زرګونه غړیو د شتون د ادعا تر څنګ ویلي، چې په ګاونډ هېواد افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره یو وېروونکی خوب دی.

نوموړي له Ambassadors’ Lounge سره په مرکه کې ویلي؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره غړي شته، چې د کورنیو شمېر یې له ۶۰ زره تر ۶۲ زره پورې رسیږي.

د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې افغانان ښکېل دي.

هغه زیاته کړې: داسې نه، چې د افغانستان مشرتابه دې ته اجازه ورکوي. په افغانستان او مونږ کې ځینې ځوانان شته، چې غولول یې اسانه دي.

آصف دراني ویلي: په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره پر وېروونکي خوب بدله شوې؛ ځکه هغو کسانو، چې په افغانستان کې پناه اخیستې دا بریدونه کوي. لکه څنګه، چې د پاکستان لومړي وزیر ورته نغوته کړې؛ له هغه وخت راپدیخوا، چې طالبان (اسلامي امارت) واک ته رسېدلي په پاکستان کې وسلوالې نښتې ۶۵ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت باید تحریک طالبان پاکستان کنترول او بې‌وسلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ هیچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه اعلامیه کې ویلي: د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امنیتي ننګونو د مخنیوي مسوولیت نه‌لري. دوی باید خپلې داخلي ستونزې پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان ور ونه‌تپي. دا حقیقت، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، د دې لامل نه‌شي کېدی، چې د پاکستان د ناامنۍ تر شا مونږ یوو. په افغانستان کې وسلې خوندي دي او د چا لاس ته نه‌دي رسېدلي؛ د وسلو قاچاق منع دی او د هر ډول ناروا عمل مخه نیول کېږي. به د بل هېواد د امنیت پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ورنه‌کړي.

تازه خبرونه

سترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.

Published

on

 

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې: د جلال‌آباد د انګور باغ ځمکې قضیه، چې له کلونو راپدېخوا د محکمو تر څېړنې لاندې وه؛ له هر اړخیزې ارزونې وروسته د حق لرونکو پر ګټه فیصله شوې او د ځمکې د سپارلو امر یې صادر شوی دی.

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.

د پلاوي د راپور له ارزونې وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د احتیاط له مخې د پرېکړې د تطبیق د ځنډولو امر وکړ او سترې محکمې ته یې لارښوونه وکړه، چې قضیه په خپلواک ډول او له سره وڅېړي.

سترې محکمې نږدې اووه میاشتې قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړله.

د معلوماتو له مخې؛ د تېر اسلامي امارت او «جمهوري نظام» د پېرونو د محکمو د پرېکړو او اسنادو له ارزونې وروسته هم د ځمکې د غصب موضوع تائید شوه او څرګنده شوه: هغه کسان، چې پر ګټه یې وروستۍ قضایي پرېکړه شوې؛ د ځمکې د تسلیمۍ حق لري.

له همدې کبله، سترې محکمې د قضایي پرېکړې د تطبیق امر صادر کړ، چې ځمکه له غاصبانه تصرف څخه وایستل شي او حق لرونکو ته وسپارل شي.

په وضاحت کې راغلي، چې د پرېکړې د تطبیق پر مهال د رسنیو د احتمالي غبرګون او شور په اړه اندېښنه د قضایي پرېکړې د ځنډولو لامل نه‌شي کېدی؛ ځکه، چې موضوع د مشرتابه له لوري هم ارزول شوې او سترې محکمې له اوږدو څېړنو وروسته د پرېکړې د تطبیق امر کړی دی.

په پای کې ټینګار شوی، چې د قضایي پرېکړو تطبیق د عدالت د تأمین، د خلکو د حقونو د بېرته ورکړې او د غصب د مخنیوي اساسي برخه ده او دا بهیر د اسلامي شریعت، قانوني پړاوونو او اړوندو اسنادو پر بنسټ ترسره کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له لوري د میلیونونو افغانانو د راستنېدا بهیر ښه مدیریت ستایلی او څرګندوي، چې د شاوخوا اته میلیون کسانو راستنېدا ښايي ګڼې ستونزې او پېچلي حالتونه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه بهیر په مدیریت کې بریالی پاتې شوی دی.

Published

on

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي استازي نیکولا بیلومو سره په لیدنه کې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو، د هغوی د بیا مېشتېدا او د ستونزو د بنسټیز حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له لوري د میلیونونو افغانانو د راستنېدا بهیر ښه مدیریت ستایلی او څرګندوي، چې د شاوخوا اته میلیون کسانو راستنېدا ښايي ګڼې ستونزې او پېچلي حالتونه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه بهیر په مدیریت کې بریالی پاتې شوی دی.

د اروپايي ټولنې نوي استازي ډاډ ورکړی، چې دغه ټولنه به له افغانانو سره خپلې بشري مرستې روانې ساتي.

نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل او د اغېزمنو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو او افغان کډوالو په اړه اروپايي ټولنې خپل وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له استازي او مل پلاوي هرکلی کړی او د اړمنو کورنیو لپاره یې د نړیوالو بنسټونو له مرستو مننه کړې ده.

نوموړي نیکولا بیلومو ته د نوې دندې مبارکي ویلې او وایي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له حضور ملاتړ کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو پر دایمي حل تمرکز لري او تر اوسه یې د هغو د مېشتولو لپاره ۸۰ ښارګوټي په پام کې نیولي دي.

د نوموړي ویلي، د اړتیاوو له مخې د دغو ښارګوټو د جوړولو او پراختیا بهیر روان دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي او زیاتوي؛ اسلامي امارت د بې‌سرپرسته راستنېدونکو او ښځو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي کړیو د خبرو بهیر تل له خنډونو سره مخ کړی – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه دغه کړۍ د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.

Published

on

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ تل ستونزې رامنځته کړي او د خبرو له لارې یې د اختلافاتو د حل مخه نیولې ده.

مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه دغه کړۍ د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان یا کوم بل هېواد پر وړاندې ناامني رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په دې برخه کې اغېزمنې هڅې کړي؛ خو په پاکستان کې ځینې کړۍ اوس هم پر ناامنۍ او تېري ټینګار کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بهیر د بریا مخه نیسي.

مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې هم ویلي، چې د خیبر پښتونخوا موضوعات او د پاکستان کورنۍ چارې له افغانستان سره تړاو نه‌لري.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان په هېڅ ځای کې د ناامنۍ غوښتونکی نه‌دی او تمه لري، چې اړوند هېوادونه خپلې ستونزې د مناسبو لارو له مخې حل کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې اسلامي امارت په دې ډول موضوعاتو کې لاسوهنه نه‌کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!